دفاع وزارت: افغان ځواکونه د فرضي کرښې په اوږدو کې پر ټولو سیمو بشپړه ولکه لري

د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د نورستان ولایت د دوو ولسوالیو ځینې برخې له کنټروله وتلې او دا ډول راپورونه یې بې‌بنسټه بللي دي. د دغه وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي، ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر په ولکه کې دي او د هېواد هېڅ برخه له ولکې نه ده وتلې.

هغه د دفاعي ځواکونو پر بشپړ چمتووالي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د هېواد د ټولو سیمو، په ځانګړي ډول د سرحدي او غرنیزو سیمو په جدي ډول ساتنه کېږي.

عنایت‌الله خوارزمي په دې اړه زیاته کړې: «د ا.ا.ا دفاعي ځواکونه کلکه ژمنتیا لري، چې د خپل هېواد له هرې لوېشتې خاورې دفاع او ساتنه وکړي. هېڅوک باید د افغانستان د خاورې د کومې برخې په اړه اندېښنه ونه لري. د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، او همدارنګه د غرنیزو سیمو د ساتنې لپاره قوي ژمنتیا موجوده ده.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې تړاو آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د دې جګړې پیل پاکستان کړی او دوام یې هم د همدې هېواد له لوري روان دی. د پام وړ خبره دا ده چې نه ملګرو ملتونو او نه هم اسلامي هېوادونو په دې اړه پاکستان غندلی دی، بلکې آن د افغانانو د ډله‌ییزې وژنې پر وړاندې هم هېڅ پام نه دی شوی.»

بل‌خوا، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د هېوادونو او سیمه‌ییزو سازمانونو د هڅو په دوام، د شانګهای همکاریو سازمان سرمنشي ویلي چې که د اسلامي امارت او پاکستان له لوري سیاسي اراده موجوده وي، دا سازمان چمتو دی چې د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب زمینه برابره کړي.

مطالب بیشتر:  عبدالحق وثیق: ځینې هېوادونه له داعش ملاتړ او د خپلو سیاسي موخو لپاره یې کاروي

هغه ټینګار کړی چې په دې برخه کې هر ډول اقدام د ښکېلو لورو پر هوکړه او غوښتنه پورې تړلی دی. نورلان یرمک‌بایف زیاته کړې: «که ښکېلې خواوې لېوالتیا ولري، د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه چمتو دي چې د دې سازمان له میکانېزمونو د کړکېچ کابو کولو لپاره کار واخلي. خو اساسي شرط د دواړو لورو سیاسي اراده ده.»

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «موږ ډاډه یو چې د شانګهای سازمان به جدي اقدامات ترسره کړي او د پاکستان د کړنو مخه به ونیسي. که څه هم پاکستان د دې سازمان غړی دی، خو د نورو غړو تر فشار لاندې به راشي. د افغانستان ستونزې د سیمې هېوادونو درک کړې دي او پاکستان به هم دا پیغام ترلاسه کړي. موږ هوډ لرو چې دا جګړه، چې نه د پاکستان د ملت په ګټه ده، نه د افغانستان د ملت او نه هم د سیمې د ثبات په ګټه ده، پای ته ورسوو.»

په ورته وخت کې، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د لنډمهالي اوربند له پای ته رسېدو سره، د اسلامي امارت ویاند تر لوی اختر پورې د اوربند غځولو غوښتنو په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونه د جګړې پیل کوونکي نه دي او په دفاعي حالت کې قرار لري.

د سیاسي چارو شنونکی ذکي‌الله محمدي آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان په نامه یو هېواد رامنځته شو، چې هدف یې په سیمه کې ګډوډي او بې‌ثباتي بلل کېږي. دې هېواد د جوړېدو راهیسې د افغانستان حکومتونو پر وړاندې دښمني اعلان کړې او تل یې د افغان حکومتونو مخالفینو ته پناه ورکړې او د دوی د فعالیتونو لار یې پرانستې ده.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *