وروسته له هغه چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان په جګړه کې لاسوهنه د دغه هېواد ستره تېروتنه وبلله، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د هغه خبرو ته په اشارې ویلي، چې پاکستان د سپتمبر له يوولسمې وروسته ځان امريکا ته «په کرايه» ورکړی و.
د خليلزاد په وينا، پاکستان په افغانستان کې د امريکا د عملياتو سره د همکارۍ په بدل کې پوځي او مالي مرستې ترلاسه کولې، خو په عين وخت کې يې هغو کسانو ته پناه ورکوله چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر ضد جنګېدل. هغه ټينګار کړی چې بايد روښانه شي ايا دا چلند د يوې دوهګونې لوبې برخه وه او که پاکستان له کوم بل ځواک هم امتیاز ترلاسه کاوه.
زلمی خلیلزاد زیاته کړې: «کوم جوړښت چې دوهګونې لوبه یې کوله، آیا له هغه بل ځواک چې متحده ایالتونو سره یې دښمني لرله، هم کرایه ترلاسه کوله؟ آيا وزير آصف به روښانه کړي چې حاکم جوړښت د هغو کسانو د پناه برابرولو په بدل کې، چې په افغانستان کې يې د امريکا پر ضد جګړه کوله، څه شی او له چا ترلاسه کړي دي؟»
د سياسي چارو شنونکی عزيزستانکزی په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «د زلمي خليلزاد وروستۍ څرګندونې د پاکستان د حاکمانو، په ځانګړې توګه د پوځ د کړنو په اړه غاښ ماتوونکی ځواب دی. پاکستان هغه هېواد دی چې د خپلو موخو د پرمخ بيولو لپاره له هرې لارې کار اخلي. خلک بايد پوه شي چې پاکستان په وروستيو کلونو کې د افغانستان په کورنيو چارو کې څومره لاسوهنه کړې، کومې تېروتنې يې کړې او د خپلو پاليسيو له لارې يې سيمه بېثباته کړې ده.»
په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان په اړه د پاکستان پاليسي ډېره پېچلې او لانجمنه ده. هغوی ټينګار کوي چې پاکستان په وروستيو کلونو کې څو ځله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې او په سيمه کې د بېثباتۍ د رامنځته کولو له لارې يې خپل ستراتېژيک نفوذ تعقيب کړی دی. دوی خبرداری ورکړی چې دغه اقدامات د سيمې لپاره لوی ګواښ دی.
د سياسي چارو شنونکی روحالله هوتک بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «شواهد ښيي چې پاکستان په وروستيو کلونو کې څو ځله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کړې ده. دغه هېواد د خپل ستراتېژيک نفوذ د ساتلو لپاره هڅه کړې چې په بلوچستان کې بېثباتي رامنځته کړي او همدارنګه يې له چين سره په اقتصادي او امنيتي اړيکو کې د دواړو هېوادونو د همکاريو پر وړاندې خنډونه ايجاد کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد آصف د دغه هېوا په پارلمان کې ويلي وو، چې د افغانستان په تېرو جګړو کې د پاکستان لاسوهنه «تېروتنه» وه او اسلاماباد ته يې ناوړه پايلې لرلې دي. آصف په دې غونډه کې زیاته کړې وه، چې د پاکستان دوه پخواني پوځي ديکتاتوران نه د اسلام لپاره، بلکې د يوه زبرځواک د خوشحالولو لپاره د افغانستان جګړې ته داخل شول.