جیسوال: دموکراسي د پاکستان له اوسني وضعیت سره سمون نه لري

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو او د کابل پر وړاندې د اسلام آباد له پرله پسې تورونو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپله اونیزه خبري غونډه کې د بې دفاع خلکو په نښه کول وغندل او د ملکي تلفاتو راپورونه یې د اندیښنې وړ وبلل.

راندهیر جیسوال ټینګار وکړ چې هند د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

نوموړي دغه راز، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د قضیې او لاریونونو په اړه وویل چې دموکراسي د پاکستان له اوسني وضعیت سره سمون نه لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال وايي:«موږ د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې په روانو نښتو کې د ګڼ شمېر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شاهدان یوو. موږ دا بریدونه او هر هغه عمل چې عام خلک په نښه کوي په کلکه غندو. هند د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ کوي.»

د سیاسي چارو شنونکي په دې اړه وایي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ مخنیوی یوه ډیپلوماټیکه تګلاره ده، ځکه چې هر ډول کړکیچ کولی شي په سیمه کې یو نوی کړکیچ رامنځته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وایي:« د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ غندنه یوه ډیپلوماټیکه تګلاره ده او هند، د خپل دریځ له مخې چې مداخله کوونکې پالیسي نه لري، له پاکستان څخه غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي، ځکه چې هند د افغانستان له خلکو سره ستراتیژیکې، اوږدې او ژورې اړیکې لري. هر کړکېچ چې پاکستان پیلوي، هند هم پوهیږي، چې په سیمه کې د نوي کړکېچ لامل کیدی شي.»

د یادونې ده چې درې ورځې وړاندې د کندهار په سپین بولدک سیمه کې پاکستاني پوځیانو د اسلامي امارت له ځواکونو سره نښته وکړه، چې له امله یې ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړ او پنځه نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په وروستیو اونیو کې په مکرر ډول له افغانستان سره د فرضي کرښو په اوږدو کې تاوتریخوالی زیات کړی او د تورونو لړۍ یې ته یې زور ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *