د تورخم دروازه له تېرو شپږو ورځو را په دې خوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې، چې دې چارې د دواړو خواوو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
یو شمېر مسافر او د بار وړونکو موټرونو چلوونکي په پرله پسې توګه د دې لارې پر بندېدو نیوکه کوي په په خبره یې، دا مهال د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ناروغانو په ګډون، سلګونه کسان بند پاتې دي.
تورخم دروازه د روان لمریزې کال د کب په درېیمه نېټه د پاکستاني ځواکونو له لوري د خلکو او سوداګرۍ پر مخ تړل شوې او لامل یې هم د اسلامي امارت له لوري ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پوستو جوړول یاد کړي.
د تورخم دروازې تړل کيدو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري هم اغېزمنه کړې ده.
تورخم دروازه د هېواد یوه له مهمو سوداګریېو لارو ده، چې تر ډېره له دې لارې صادرات او واردات کېږي، خو له تېرو شپږو ورځو راهیسې د دې لارې تړل کېدو سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.
د دې لارې د پرانیستو په برخه کې د اسلامي امارت د چارواکو وروستیو هڅو هم تر دې دمه نتیجه نه ده ورکړې.
باختر خبري آژانس دوه ورځې مخکې د ننګرهار ولايت دسيمهیيزو چارواکو له قوله لیکلي وو چې ټاکل شوې ده له مرکز څخه یو پلاوی له پاکستاني لوري سره د خبرو اترو په پار تورخم ته سفر وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، چې د دې لارې بندېدو وخت ناوخته پر سوداګرۍ ناوړه اغېز کړی او په خبره یې، پاکستاني لوري وخت ناوخته د سوداګرۍ په برخه کې شوي تړونونه نقض کړي دي.
دوی باور لري، چې سیاسي ستونزې باید د خبرو اترو له لارې حل او سوداګري اغزمنه نه کړي.
تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله تړل شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.