تر شپږ میاشتنۍ چوپتیا وروسته؛ ټرمپ د افغان متحدینو لېږد ژمنه تازه کړه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له هغو افغانانو سره به همکاري وکړي، چا چې افغانستان کې د دوی د پوځي حضور پر مهال له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده. ټرمپ زیاته کړې، هغه افغانان چې واقعاً یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې، تشخیصوي او د هغوی د ملاتړ لپاره به لاس په کار شي.

هغه که څه هم په دې اړه زیات جزیات ورنه کړل، خو ژمنه یې وکړه، چې دولت به یې ۹۰ سلنه هغو افغانانو سره، چې متحده ایالتونو کې د دایمي مېشتېدنې په لټه کې دي، همکاري وکړي. ډونالډ ټرمپ په دې خبري ناسته کې زیاته کړې: «یو شمېر کسان چې راغلي، ښایي ښه خلک نه وي او ښې کړنې ونه لري. خو موږ به هغو کسانو ته، چې واقعاً یې زموږ لپاره کار کړی او ژمنې ورسره شوې، رسېدنه وکړو.»

ډونالډ ټرمپ د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې یو ځل بیا له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتلو پر څرنګوالي سخته نیوکه کړې او هغه یې د امریکا لپاره شرموونکې او رسوایي بللې ده. ټرمپ د خپلو خبرو په دوام ویلي: «هغه څه چې افغانستان کې رامنځته شول، شرموونکي وو. له افغانستانه زموږ وتل زموږ د هېواد د تاریخ تر ټولو شرموونکې شېبه وه. د افغانستان پرېښودل له رسوایۍ پرته بل څه نه وو»

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې که څه هم پخوا د افغانانو د تخلیې بهیر له ننګونو سره مل و، خو ټینګار کوي چې له افغان متحدینو ملاتړ کولی شي، پر امریکا د خلکو باور زیات کړي. دوی همداراز زیاتوي، چې له دې ګام نه باید د افغانستان اوسني حکومت پر ضد استفاده وشي، بلکې د یوه انساني او نړۍوال مسوولیت له مخې، خپله ژمنه پوره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی د ټرمپ تازه ژمنې په اړه وایي: «د امریکا پخوانیو همکارانو لېږد د نړۍوالو او بشري قوانینو په چوکاټ ک د هغه هېواد مسوولیت دی، چې باید ترسره یې کړي. دا ګام کولی شي د افغانستان په تړاو د امریکا د نویو سیاستونو یوه بېلګه وي، خو مهم ټکی دا دی، چې د افغانانو د لېږد مسئله باید د پر خلکو د فشار وسیلې په توګه ونه کارول شي.»

د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، زرګونه افغانان چې د بهرنیو ځواکونو ترڅنګ پاتې شوي وو، په یوه نا څرګند وضعیت کې پاتې شول. په دې موده زیات شمېر وتوانېدل د نړۍوالو بنسټونو په ملاتړ لوېدیځو هېوادونو ته کډوال شي. اوس د ټرمپ په تازه ژمنې سره، د دغو کسانو د بیا مېشتېدو لپاره هیلې زیاتې شوې دي، خو د افغانستان سرپرست حکومت په ځلونو اعلان کړی چې له ټولو افغانانو سره یو شان چلند کوي او د عفوې فرمان له مخې، له هېچا د غچ اخیستو نیت نه لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد