تر راتلونکې یوې میاشتې جاپان کې د افغانستان سفارت د فعالیتونو ځنډېدل

آفاق خبري آژانس؛ کابل: توکیو کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د یوې تازه پرېکړې له مخې به، د دې استازولۍ فعالیتونه د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه وځنډول شي. دغه سفارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره تر خبرو اترو او همغږۍ وروسته شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې له ټاکل شوې نېټې وروسته به د سفارت ټول سیاسي، اقتصادي، کلتوري او قونسلي فعالیتونه تر بلې خبرتیا پورې ودرول شي. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جاپان کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د سیاسي اقتصادي، کلتوري او قونسلي فعالیتونو په ګډون، د سفارت ټول فعالیتونه او خدمتونه تر بلې خبرتیا پورې ځنډول کېږي. دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره د دوه‌اړخیزو سلا مشورو او هوکړې په پایله کې شوې او د ۱۹۶۱ کال د ویانا د ډیپلوماتیکو اړیکو د کنوانسیون له مخې به عملي کېږي.»

اوس پوښتنه دا ده، چې توکیو کې د افغانستان د سفارت فعالیتونو ځنډول به د دواړو هېوادونو پر اړیکو څه اغېزې ولري؟

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «که دا کار عملي شي، ښايي په دې هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو ته نورې ستونزې هم راولاړې کړي. له بلې خوا، د کابل د اوسني حکومت سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګښت لپاره، سفارت باید لومړی د جمهوري نظام له کارکوونکو واخیستل شي او وروسته هغو مسوولینو ته وسپارل شي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لوري معرفي کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ بیا د دې پوښتنې په ځواب کې داسې لیدلوری لري: «جاپان د ویانا کنوانسیون ته په کتو، له اسلامي امارت سره بشپړې سیاسي اړیکې نه دي ټینګې کړې. د سفارت ودانۍ او اسانتیاوې ساتل شوي، خو ډیپلوماټیک فعالیتونه محدود دي او سیاسي استازولي نشته. سره له دې، د جاپان اقتصادي فعالیتونه او له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې به دوام ولري.»

جاپان کې د افغانستان سفارت داسې مهال دا پرېکړه اعلانوي، چې جاپان یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کلونو کې یې له اسلامي امارت سره د تعامل پر بنسټ فعالې اړیکې لرلر دي او تل یې د افغانستان له خلکو پر ملاتړ او هغوی ته د بشردوستانه مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *