آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ټاس خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، چې ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې باید د افغانستان له حکومته د یوه متحد په توګه ملاتړ وشي. ښاغلي کابلوف ټینګار کړی، چې اسلامي امارت پخوا هم د داعش پر وړاندې مبارزه کړې او په خبره یې، اوس هم باید ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې د سرپرست حکومت ملاتړ وشي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه، پر اسلامي امارت نیوکې رد کړې او ویلي یې دي سرپرست حکومت نباید د امنیتي ننګونو له امله وننګول شي. ضمیر کابلوف زیاته کړې: «په دې برخه کې، د افغانستان اوسني حکومت چارواکي زموږ عیني متحدین دي او موږ باید له هغوی په ټولو برخو کې، حتا د وسلو له اړخه ملاتړ وکړو، څو وکولی شي د نړۍوالې ترهګرۍ دا کوچنۍ ډله په بریالیتوب سره له منځه یوسي.»
د نړۍوالو چارو شنونکی توفیق تماس بیا د کابلوف د دې څرګندونو په اړه داسې لیدلوری لري: «روسیه د افغانستان په اړه زیاته اندېښنه لري او علت یې هم د داعش ډلې حضور او پراختیا ده، چې د خپلو ګټو لپاره یې ستر ګواښ بولي. دا چاره د دې لامل شوې، چې روسیه په سیمه کې ځانګړي سیاستونونه غوره کړي. د بېلګې په ډول مسکو کې یې د اسلامي امارت سفیر ومانه، خو په ورته وخت کې دا یوه ډیپلوماټیکه لوبه ده، چې روسیه غواړي، له هغې د تکتیکي ابزار په توګه ګټه واخلي، خو ملګري ملتونو تر اوسه دا پرېکړه نه ده کړې، چې افغانستان په رسمیت وپېژني.»
ضمیر کابلوف د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړې، چې د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ۷مه غونډه به د روان میلادي کال په سپټمبر او اکتوبر میاشتو کې ترسره شي. هغه ټینګار کړی، چې د سرپرست حکومت چارواکي به د رسمي غړي په توګه، دې غونډه کې ګډون وکړي. کابلوف زیاه کړې، چې مسکو له خپلو سیمهییزو متحدینو سره د مذاکراتو محورونو او ګډو همغږو اقداماتو په برخه کې پراخ ګامونه اوچت کړي دي.
کابلوف د دې غونډې په تړاو زیاته کړې: «د افغانستان په تړاو مسکو فارمټ غونډې اووم پړاو به د روان کال په سپټمبر او یا هم اکتوبر کې ترسره شي. افغانستان (طالبان) به د یوه بشپړ غړي هېواد په توګه دې غونډه کې ګډون وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی بیا د کابلوف د څرګندونو په اړه داسې لیدلوری لري: «په اوسنیو شرایطو کې د مسکو فارمټ غونډه زموږ په ګټه ده، که څه هم روسیه، چین او د منځنۍ آسیا ځینې نورو هېوادونه په دې برخه کې فعال شوي او دا تحرکات کولی شي پر لوېدیځو هېوادونو فشار زیات کړي. لکه څنګه چې لوېدیځ هم خپل دریځ نرم کړی، په کار ده چې موږ له دې فرصته په خورا ځیرکتیا په خپله ګټه کار واخلو.»
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي همداراز له متحده ایالتونو غوښتي، څو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي. کابلوف ټاس سره خبرو کې زیاته کړې، چې امریکا باید د افغانستان د خلکو شتمنۍ آزادې کړي، څو دا هېواد وکولی له اقتصادي ننګونو را ووځي. هغه د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نه آزادېدل د نړۍوالو قوانینو او ډیپلوماټیکو نورمونو خلاف ګام بللی دی.