تازه موندنې: بریټانیایي ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: بریټانیا کې د خپلواکو څیړنو د کمېټې تازه موندنې ښيي چې د یاد هېواد د ځواکونو یوې قطعې افغانستان کې د حضور پر مهال، په قصدي ډول د هغو کسانو د وژنې تګلاره تعقیبوله، چی دغو کسانو هیڅ ګواښ هم نه رامنځته کاوه.

د سکای نیوز د راپور له مخې، دا معلومات د ځانګړو ځواکونو د افسرانو د پټو شاهدیو او کورنیو اسنادو له مخې ترلاسه شوي.

د ۲۰۱۱ کال د اپریل په ۷ نېټه یو رسمي یادښت کې یو لوړپوړي افسر د دې تګلارې په اړه خبرداری ورکړی خو نظامي قوماندانانو د څیړنو پر ځای د هغو د پټولو پریکړه کړې ده.

د سکای نیوز د راپور یوه برخه کې راغلي:«څېړنو ښودلې چې د بریټانیايي ځانګړو ځواکونو د یوې قطعې د غړو ترمنځ په افغانستان کې د حضور پر مهال “قصدي پالیسي” وه چې عمر لرونکي کسان ووژني، حتی کله چې دوی ځواکونو ته هیڅ ګواښ نه و.»

د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق وایي:«جرم، هرچیرې چې وي، که د سولې په حالت کې وي یا د جګړې په حالت کې، په ځانګړې توګه د جګړې پرمهال د بشریت پر وړاندې جرمونه، جرم دی. قوانین شته او د قوانینو له مخې، هر هغه څوک چې د بشریت او بشري حقونو له اصولو سرغړونه کوي باید مجازات شي. هرڅوک، که افغان وي یا د بل هیواد وي، باید مجازات شي.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونو ته په اشارې سره وایي، نړیوال عدالت او د مسوولیت منلو اصولو دا غوښتنه کوي چې ددغو جنایتونو عاملان محاکمه شي او د قربانیانو کورنیو ته غرامت او د زیان تاوان ورکړل شي.

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي وايي: «دا یو حقیقت دی چې په وروستیو کلونو کې، بریتانیا او ځینو نورو لویدیځ هیوادونو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي دي. له همدې امله، عدالت او نړیوال مسؤلیتونه غوښتنه کوي چې دا مجرمین محاکمه شي او قربانیانو ته اړین تاوان او غرامت ورکړل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:«په افغانستان کې، شل کاله هره ورځ بمباري کېده؛ په افغانستان کې سلګونه او زرګونه ډوله بمونه کارول شوي وو. هېواد په ویجاړۍ او بربادۍ بدل شو. دوی په حقیقت کې د بشري حقونو درناوی نه درلود او بشري اصول یې نه مراعاتول. دوی باید خپل جنګي مجرمین چې په افغانستان کې یې جرمونه کړي دي محاکمه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په ځانګړې توګه بریټانیایي ځانګړو ځواکونو د دوو لسیزو حضور پر مهال، د ملکي وګړو د سیستماتیکې وژنې راپورونه خپاره شوي دی.

بریټانیا کې تازه اسناد ښيي چې د دغو ځواکونو ځینو غړو د شپنیو عملیاتو پر مهال، غیر وسله وال کسان په قصدي توګه وژلي دي، هغه مسله چې دمګړۍ د جنګي جنایت په توګه تر ارزونې لاندې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *