تاجمیر جواد: امنیتي ځواکونه به د هېواد ضد هر اقدام پر وړاندې جدي چلند وکړي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد په هېواد کې د امنیت د ګډوډولو لپاره هڅو ته په اشارط خبرداری ورکړ چې امنیتي ځواکونه به د هېواد پر ضد هر ډول اقدام سره جدي چلند وکړي.

نوموړي وویل، چې اسلامي امارت جګړه نه غواړي، خو پر افغانستان جګړه تحمیل شي، په قوت او قاطعیت سره به له افغان خاورې دفاع وشي.

د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال تاجمیر جواد وایي:« موږ جګړه نه غواړو، خو که جګړه پر موږ تحمیل شي، نو د خپل اسلامي نظام او خاورې د دفاع لپاره به داسې وړتیاوې وښيو چې ټولې اوسنۍ محاسبې به غلطې ثابتې کړي.»

په ورته مهال د سیاسي چارو ځینې شنونکي وايي چې افغانستان د جګړې او بې ثباتۍ له پړاو څخه تېر شوی دی.

دوی په دې باور دي، ځینې هېوادونه چې پخوا یې د افغانستان له ناامنۍ څخه ګټه پورته کوله اوس هڅه کوي چې یو ځل بیا هېواد ته جګړه راولي.

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق وایي:«افغانستان له دې مرحلې تېر شوی، جګړه نشته او د جګړې لامل نشته. هغه ګاونډي هېوادونه چې په تیرو وختونو کې یې تل په افغانستان کې له جګړې او نا امنۍ څخه ګټه پورته کړې، اوس غواړي چې جګړه بیرته افغانستان ته راشي ترڅو خپلې اقتصادي ګټې خوندي کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عیسی اسحاقزی وايي:«په هر هیواد کې امنیت د قانون د حاکمیت له لارې تضمینیږي. دا په دې مانا ده چې سیاسي امنیت، ټولنیز امنیت، اقتصادي امنیت، د خوړو خوندیتوب او د ټرانسپورټ امنیت ټول د قانون په حاکمیت پورې اړه لري. له همدې امله، په افغانستان کې د قانون د حاکمیت رامنځته کول یوه خورا جدي او اساسي اړتیا ده. د هر ډول تیري یا ګواښ پر وړاندې، د خلکو ژوند او آزادي باید د قانون د حاکمیت تر چتر لاندې تضمین شي.»

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، په ټول هیواد کې امنیت تامین شوی او د اسلامي امارت چارواکو تل ډاډ ورکړی چې هیچا ته به د امنیت د ګډوډۍ اجازه ورنکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *