بهرنیو چارو وزارت یوناما ته؛ د خپل ماموریت په چوکاټ کې څرګندونې وکړئ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د قصاص حکم اړوند د یوناما وروستۍ څرګندونې، له دیني احکامو بې خبري او غیر مسوولانه بللې دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې یوناما ته په خطاب کې ویلي، چې د اسلامي شریعت پر احکامو د نقد جسارت یو غیر مسوولانه او د دغه سازمان د ماموریت خلاف عمل دی او ټینګار یې کړی، چې په راتلونکي کې له ورته څرګندونو ډډه وکړي. په خبرپاڼه کې همداراز د حدودو تطبیق د اسلامي شریعت او ټولنیز نظم او عدالت ټینګښت مهمه برخه بلل شوې او ټینګار شوی، چې اسلامي نظام د قصاص حکم تطبیق خپل مکلفیت بولي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل هم په دې اړه یوه خبري کلیپ کې ویلي: « ټولو ته بايد واضحه وي، څرنګه چې د شرعي حدودو او د هغو له ډلې د قصاص د حد تطبيق د اسلامي شريعت يو غيرقابل انکار برخه او شرعي نصوصو کې «ژوند» ياد شوی او عملي انساني تجربو يې هم د عدالت او ټولنيز نظم د تامين په برخه کې موثريت ثابت کړی، د ا.ا.ا. چي یو اسلامي نظام دی، د قصاص د حکم تطبيق خپل مکلفيت بولي.»

په همدې حال، یو شمېر دیني عالمان وایي، چې قصاص د قران کریم یو له ثابتو احکامو دی، چې فلسفه یې په ټولنه کې د عدالت ټینګښت او د ظلم او جنایت مخنیوی دی.

دیني عالم فضل الهادي وزین له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وویل: «قصاص د اسلامي شریعت او قران کریم یو له ثابتو احکامو دی، چې موخه یې پر انسانانو د یرغل، تېري او په ټولنه کې د قتلونو مخنیوی دی. که د عدالت ټینګښت لپاره د صلاحیت لرونکو قاضیانو یوه عادله محکمه شتون ولري، د قصاص حکم کولی شي ټولنه له جنایتونو، ظلم او وینې تویونې وژغوري.»

په ورته وخت کې حقوق‌پوه میرعبدالواحد سادات په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې داسې وویل: «تر ټولو مهمه مسئله د قصاص حکم په اړه د شرایطو شتون دی. دلته د تورن او مجرم د حق مسئله مطرح ده، چې خپله او یا د خپل وکیل په وسیله له ځان د دفاع حق ولري او په دې کې بیا د بښنې او دیت موضوع مطرح ده، چې دا ټول شرایط باید په پام کې ونیول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره جمعه په نیمروز، فراه او بادغیس ولایتونو کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم تطبیق شو، چې دا چاره له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد