ایران کې د نظام بدلون خبرداری؛ آیا دا بدلون ممکن او اسانه دی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: پاکستان کې د اسلامي امارت پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، آفاق خبري اژانس سره خبرو کې وایي چې په ایران کې د نظام بدلون اسانه کار نه دی او که رامنځته شي، کېدالی شي د افغانستان پر وضعیت هم مستقیم او مهم اغېز ولري.
هغه زیاته کړې چې د ایران د واک په جوړښت کې هر ډول بدلون به د سیمې لپاره پراخې پایلې ولري. ښاغلي ضعیف همداراز په سیمه کې د امریکا حضور ته په اشارې ویلي، چې د دغه هېواد اقتصاد ښه حالت کې نه دی او په خبره یې، د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره یې هم اړیکې ښې نه دي.

د اسلامي امارت دغه پخواني چارواکو د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د بې‌طرفۍ پر پالیسۍ په ټینګار سره ویلي چې اوسنی حکومت باید روښانه سیاسي سټراټیژي، د ملت جوړونې پروګرام او د کاري فرصتونو رامنځته کول په لومړیتوب کې ونیسي، څو په راتلونکي کې له جدي ننګونو سره مخ نه شي.

په ورته وخت کې، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې په ایران کې وروستۍ ګډوډۍ له وړاندې پلان شوې او په خبره یې، دا لاریونونه د امریکا او اسراییلو د لاس‌وهنو له امله لا شدید او په تاوتریخوالي اوښتي دي. د دوی په باور، ایران کې روان کړکېجونه کېدای شي د افغانستان پر وضعیت هم اغېز وکړي.

د نړۍوالو چارو شنونکی بلال فاطمي په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «ایران کې رامنځته شوې ګډوډي، یوازې خودجوش یا تصادفي نه ده؛ بلکې پلان شوې ده. په تېرو شپږو میاشتو کې، د امریکا او اسراییلو په څېر قدرتونو د ایران له شرایطو ګټه اخیستې، څو دا ناارامۍ زیاتې کړي. د دغو ګډوډیو پایله وژنه، لوټ، چپاول او هرج‌ومرج دی. د دوی موخه انارشي ده؛ یعنې د هېواد د نظم او جوړښتونو ړنګېدل. کله چې د یوه هېواد نظم له منځه ولاړ شي، نظام زیان‌من کېږي او ګډوډي پراخېږي.»

مطالب بیشتر:  ذبیح الله مجاهد: پاکستان په نړۍواله کچه د افغانستان پر وړاندې دسیسې جوړوي

د نړۍوالو چارو بل شنونکی عمر صمد بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په ایران کې بدلونونه کولی شي پر افغانستان ژور او مستقیم اغېز ولري، خو د دې اغېز کچه او لوری دې پورې تړاو لري چې ایران په پای کې کوم لوري ته ځي. دا چې ایا په ایران کې به نظام بدل شي که نه، او که بدل شي، کوم ډول نظام به ځایناستی شي، او ایا هغه نظام به د ثبات ساتلو توان ولري که نه؟ دا ټول هغه عوامل دي چې د سیمې راتلونکی ټاکي. له همدې امله، لا هم وختي ده چې د افغانستان لپاره یې د پایلو په اړه په قاطع ډول خبرې وشي.»

د راپورونو له مخې، په ایران کې لاریونونه له تېرو پنځلسو ورځو راهیسې دوام لري، خو په وروستیو ورځو کې یې شدت کم شوی دی. تر دې وړاندې، د ایران مشر علي خامنه‌یي د امریکا ولسمشر د دغو لاریونونو په تنظیم تورن کړی و او ویلي یې وو چې ځینې مضره کړۍ د ودانیو او عامه شتمنیو په ویجاړولو سره هڅه کوي «د امریکا د ولسمشر زړه خوشحال کړي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *