آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګروملتونو لوی منشي انتونیو ګوترش په یوه خبري غونډه کې په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر کې د ښځو او نجونو پر تت حضور اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي ټینګار وکړ، هڅه کوي داسې زمینه برابره شي چې ښځې او نجونې وکړای شي په بشردوسانه چارو کې فعال رول ولري.
انتونیو ګوترش د خپلو خبرو په دوام ویلي: «موږ هر هغه څه کوو چې موږ یې کولی شو، په مستقیم ډول او د نړیوالې ټولنې د بسیج له لارې، ترڅو اسلامي امارت قانع کړو چې ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي په بشري چارو کې کار وکړي او بشري مرستې په اغیزناکه توګه د هېواد ښځو او نجونو ته ورسیږي..»
اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې یې په ځلونو ویلی چې په هېواد کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی د انتونیو ګوتریش د دې څرګندونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «موږ د اسلامي امارت په اړه د ځینو هېوادونو او بنسټونو له نیوکو خبر یو او فکر کوم چې دا سیاسي انګیزه لري. که ملګري ملتونه او یا نور بنسټونه په رښتینې توګه بېپرې څېړنه وکړي، باید د افغانستان وضعیت په اړه تازه او هر اړخیز راپورونه چمتو کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی احمد خان اندړ بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په دولتي او خصوصي برخو کې زموږ د خویندو پر کار او فعالیت بنډیز منفي اغېزې لرلې دي او همداراز یې له ډېریو هېوادونو سره زموږ سیاسي او اقتصادي اړیکې کمزورې کړې دي.»
ملګروملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو هم تر دې وړاندې په ځلونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وړاندې له شته محدودیتونو څخه اندېښنه څرګنده کړې خو اسلامي امارت تل دا ادعاوې بې بنسټه او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې ګڼلې دي.
