امیرخان متقي: په افغانستان کې د شوروي ماتې د نړۍ لپاره پند دی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د ۴۶ کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې، چې لوړ پوړو چارواکو هم پکې ګډون کړی و، وویل چې د افغانستان اشغال یوه تاریخي تېروتنه وه او په هیواد کې د دریو زبرځواکونو ماتې د نورو لپاره درس دی.

د نوموړي په ​​وینا، د خلکو مقاومت یرغلګرو ته ماتې ورکړه، او پایلې یې نړیوالې شوې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې هیواد یې نورو ته د زیان رسولو اراده نلري او د خپلې خاورې او ارزښتونو د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان باید د لویو قدرتونو ترمنځ د منفي سیالۍ ډګر نه وي او د ستونزو حل یوازې د خبرو اترو او د بل لوري د ښه نیت له لارې ممکن دی.

هغه وویل چې د هیواد تمرکز باید اقتصادي پراختیا او د سیمه ییزو اړیکو پیاوړتیا وي.

ښاغلي متقي له تاجکستان سره په پوله کې د وروستیو پیښو په اړه، وویل چې جدي څیړنې پیل شوي او د داسې پیښو د بیا تکرار مخنیوي لپاره له خپل تاجک سیال سره ګډه همکاري او همغږي رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه ځینې کړۍ چې تخریبي ارادې لري هڅه کوي د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي او د نا آرامۍ فضا رامنځته کړي.

دغه راز، اسلامي امارت هم په دې تړاو یوه اعلامیه کې د شوروي یرغل وغانده او له خلکو یې وغوښتل چې د هېواد د آزادۍ او خپلواکۍ ساتلو لپاره چمتو اوسي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی د افغانانو مقاومت د شوروي پوځ د ماتې لامل شو، چې دا د ملت قوي اراده او ایمان څرګندوي.

د یادونې ده چې نن د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال ۴۶کلیزه ده.

 شپږ څلوېښت کاله وړاندې، پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، چې دا د جګړې او پراخ مقاومت د یوې اوږدې دورې پیل وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *