کابل کې د ایران سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
کابل کې د ایران سفارت پر خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانسپورت، روغتیا، کرنه، انرژۍ او سیاسي همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې هم د ایران او اسلامي امارت چارواکو ترمنځ لیدنې شوې. د اسلامي امارت مسوولینو په ځلونو ویلي، چې د کابل او تهران ترمنځ اړیکې ضروري دي او د افغانستان حکومت تل هڅه کوي چې له خپلو ګاونډیانو سره اړیکې پیاوړې کړي.
څو ورځې وړاندې، د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد هم ویلي وو چې د ایران اسلامي جمهوریت حکومت داسې لاره تعقیبوي چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.