د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنې ته غبرګون ښودلی دی. د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، هېڅ هېواد حق نه لري چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لغوه کېدو غوښتنه وکړي. هغه رسنیو ته په لېږلي غږیز کلیپ کې ټینګار کړی، چې دا غوښتنه د اسلامي ارزښتونو، اخلاقي موازینو او د افغانستان خلکو د دیني هویت خلاف ده.

امر بالمعروف وزارت د اوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنې ته غبرګون وښود

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د اوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غوښتنې ته غبرګون ښودلی دی.
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، هېڅ هېواد حق نه لري چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د لغوه کېدو غوښتنه وکړي.
هغه رسنیو ته په لېږلي غږیز کلیپ کې ټینګار کړی، چې دا غوښتنه د اسلامي ارزښتونو، اخلاقي موازینو او د افغانستان خلکو د دیني هویت خلاف ده.
ښاغلي خیبر د کاناډا او نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا غوښتنه د افغانستان په کورنیو چارو لاسوهنه بللې او له دوی یې غوښتې چې د افغانستان په چارو کې له مداخلې لاس واخلي.
نوموړي زیاته کړې، یاد هېوادونه د دې پر ځای چې د بشري حقونو تر نامه لاندې پر اسلامي امارت تور پورې کړي، پر خپلو نړۍوالو ژمنو دې عمل وکړي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند همداراز ټینګار کړی، چې دا وزارت د افغانستان د خلکو په غوښتنه رامنځته شوی او دیني او شرعي فریضه پر ځای کوي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان خلک د اسلامي نظام تر سیوري لاندې با عزته او سوکاله ژوند ته دوام ورکوي او په خبره یې، افغانستان کې د ټولو نارینه‌وو او ښځینه‌وو حقونه خوندي دي او هېچاته اجازه نه ورکوي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې پروپاګند وکړي.
د ویلو ده چې د نږدې اوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د (شنبې، سلواغې ۲۷مه) په یوه بیان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ټولو فرمانونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد