آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې له امریکا سره پر ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګار او کابل او واشنګټن کې یې د دواړو هېوادونو د سفارتونو د فعالېدو غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند همداراز واشنګټن کې افغانانو ته د قونسلي خدمتونو په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي.
ښاغلي مجاهد په دې اړه آفاق ته وویل: «هغه تګلاره چې دواړه هېوادونه ورته ارزښت ورکړي او د خلکو او حکومتونو لپاره مهمه ده، د امریکا او افغانستان ترمنځ مثبت تعاملات دي. له همدې امله موږ په امریکا کې د افغانستان سفارت د پرانیستو غوښتنه کوو، ځکه هلته زیات شمېر افغانان ژوند کوي او اړتیا ده چې هغوی ته قونسلي خدمتونه وړاندې شي. همداراز په کابل کې د امریکا سفارت د فعالیدو په تمه یوو.»
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاته کړې، چې افغانستان دا مهال له هېڅ هېواد سره په جګړه کې نه دی او سرپرست حکومت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د رغنده تعامل غوښتونکی دی.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي: «ښایي دواړه خواوې مثبت ګامونه اوچت کړي او دا چاره کولی شي په دواړو هېوادونو کې د سفارتونو د بیا پرانیستو لامل او رامنځته شوی سوء تفاهم حل کړي. تر دې هم دا مهمه ده، کوم سیاست چې امریکا د افغانستان په اړه غوره کړی، د جګړې وخت پورې اړه لري او اوس باید بدلون ومومي.»
بلخوا د نړۍوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان افغانستان کې د سفارتونو فعالیت یو اغېزناک ډیپلوماټیک ګام بولي او ټینګار کوي، چې سپرست حکومت باید د اړیکو پراختیا په موخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.
د نړۍوالو اړیکو شنونکی ویس ناصري په دې اړه آفاق ته وویل: «د سیاسي استازولیو د فعالیتونو په بیا پیلېدو سره، د حکومتونو ترمنځ تعامل زیاتېږي، خو د سفارت پرانیستل بیا د یوه حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد فدرالي استخباراتي ادارې کابل ته د امریکایي پلاوي له سفر او د اسلامي امارت له بنده د یاد هېواد د یوه وګړي له خوشي کېدو وروسته، د سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت دوو نورو چارواکو پر سر ټاکل شوې نغذي جایزې لغوه کړې.