امریکا ته د اوو چورلکو د لېږد په اړه د ملي دفاع وزارت غبرګون

امریکا ته د اوو چورلکو د لېږد په اړه د ملي دفاع وزارت غبرګون

د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي وايي، چې له ازبکستانه متحده ایالاتو ته د چورلکو لېږدول ورته د منلو نه دي.
د یاد وزارت ویاند د دې اقدام په غبرګون کې زیاتوي چې یادې چورلکې د افغانستان د خلکو ملکیت دي، چې د ۲۰۲۱ کال د تحولاتو پر مهال ازبکستان ته لېږدول شوې وې.
ښاغلي خوارزمي له متحده ایالاتو هم وغوښتل چې له ازبکستانه د دغو چورلکو د بېرته راستنولو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي او یادې چورلکې اسلامي امارت ته وسپاري.
تر دې وړاندې امریکايي دیپلوماتیکو سرچینو تایید کړې وه چې ازبکستان د افغانستان د پخواني اردو اووه بلک هاک چورلکې متحده ایالاتو ته لېږدولې دي.
د راپورونو له مخې، دا چورلکې چې شمېر یې څه د پاسه ۴۰ ته رسېږي، د ۲۰۲۱ کال د آګست میاشتې په ۱۵مه نېټه د جمهوري نظام د پرځېدو پر مهال د هغه وخت پیلوټانو له لوري ازبکستان هېواد ته لېږدول شوې دي.
بلخوا تاشکند کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت یوې سرچینې د نوم نه ښوودلو په شرط د فرانسي خبري آژانس ته منلې چې دوی یادې چورلکې ترلاسه کړې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت مسوولینو هم څو ځله له ازبکستاني چارواکو غوښتي چې یادې چورلکې بېرته افغانستان ته وسپاري، خو دغه غوښتنه تر اوسه بې ځوابه پاتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، هم افغانستان کې د امریکا د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدو نیوکې کړې او له اسلامي امارته یې د دغو تجهیزاتو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه یې کړې ده.
خو د اسلامي امارت ویاند د ښاغلي ټرمپ دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي وو چې په افغانستان کې پاتې امریکايي پوځي تجهیزات غنیمت دی او بېرته به یې امریکا ته ونه سپاري.
ښاغلي مجاهد همداراز زیاته کړې وه چې دا تجهیزات د افغانستان د خلکو ملکیت دی او دا مهال په ډیپوګانو کې ساتل کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد