امریکایي پلاوي سره د ملا برادر لیدنه؛ د تقابل پر ځای پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ امریکایي پلاوي د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني بردار سره په لیدنه کې، د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په تړاو خبرې وکړې. د اسلامي امارت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا، ملا عبدالغني بردار په دې لیدنه کې له امریکایي پلاوي د تقابل پر ځای پر تعامل د تمرکز غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر اهمیت ټینګار وکړ.

امریکایي پلاوي هم په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د ادلون بدلون د موضوع او دوحې د هوکړه لیک پر پلي کېدو ټينګار وکړ او په افغانستان کې یې له امنیتي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دې لیدنې د جزیاتو په اړه زیاتوي: «ملا عبدالغني برادر له امریکايي پلاوي وغوښتل چې په افغانستان کې له تقابل څخه تعامل ته دننه شي، د افغانستان په بیارغونه کې خپل رول ولوبوي او په بیلابیلو سکتورونو کې پانګونه وکړي. د بندیانو د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم افغانستان ته له خپل سفره خوښي څرګنده کړه او وویل چې امریکا او افغانستان د دوحې تړون په سمه توګه پلی کړی دی.»

په ورته مهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې افغانستان ته د امریکايي پلاوي سفر او د افغان سولې په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد حضور د واشنګټن او کابل ترمنځ د خبرو اترو د دوام مهم پړاو دی.

د نوموړي په ویانا دمګړۍ د دوه اړخیزو اړیکو د ښه والي لپاره هیڅ جدي خنډ نشته. ښاغلي جلالي په دې اړه زیاته کړې: «په کابل کې د امریکايي پلاوي د حضور لپاره د لارې پرانیستل په حقیقت کې د مذاکراتو د دوام لپاره یو نوی او جدي پړاو دی. هغه څه چې د مذاکراتو پروسه اسانه کوي هغه په امریکایي پلاوي کې د زلمي خلیلزاد شتون دی. ښاغلی خلیلزاد او د اسلامي امارت مرکچي پلاوی له دوو کلونو ستونزمنو او سختو خو بریالیو خبرو اترو یوه بیلګه لري، نو په دې خبرو اترو کې هم د پرمختګ احتمال ډیر دی.»

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی د امریکایي پلاوي د سفر په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د امریکايي پلاوي سفر تر ډېره د خپلو ګټو لپاره دی، ځکه چې امریکا د افغانستان له خلکو سره صادقه نه ده. کابل ته د امریکايي پلاوي له پخوانیو سفرونو سره سره، د افغانانو په وړاندې د امریکا په چلند کې کوم محسوس بدلون نه دی راغلی.»

په ورته مهال، ځینې شنونکي باور لري چې افغانستان ته د امریکایی چارواکو سفر له کابل سره د اړیکو د ساتلو او پیاوړتیا لپاره د واشنګټن د هڅو څرګندونه کوي. دوی په اند د نړیوالو سیالیو په چوکاټ کې دا ډول اقدامات د افغانستان حساس جیوپولټیک موقعیت ته په پام ترسره کیږي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی ولي فروزان بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «افغانستان ته د امریکايي چارواکو سفر ښيي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې په یوه ټاکلې کچه وساتي یا پیاوړې کړي. دا موضوع د نړیوالې سیالۍ په شرایطو کې راپورته کیږي، په ځانګړې توګه په اروپا کې ستونزې، له چین او روسیې سره سیالي او د افغانستان جیوپولیتیک موقعیت ته په پام سره. امریکا نه غواړي داسې شرایط رامنځته کړي چې د لویې کچې جګړې په صورت کې د خپلو مخالفینو یا سیالانو د ځپلو لپاره له افغانستانه ګټه پورته کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي اډم بولر به مشرۍ او افغان سولې په چارو کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په حضور سره امریکایي پلاوي د خپل سفر په لړ کې په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، زندانیانو او اقتصادي همکاریو د فرصتونو په تړاو خبرې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *