المرصاد: د اکرام الدین سریع ترور د پاکستان د استخباراتي ادارې په همکارۍ ترسره شوی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: اسلامي امارت ته نږدې رسنۍ المرصاد په یو راپور کې د خپلو سرچینو له قوله وايي، هغه برید چې په تهران کې د پخواني افغان جنرال اکرام‌الدین سریع او د هغه د ملګرو د وژل کیدو لامل شو د پاکستاني استخباراتي ادارې (ای‌اس‌ای) له خوا ترسره شوی دی.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« په وروستیو میاشتو کې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د افغانستان مرحل‌ییز ادغام، د لویو اقتصادي او سیاسي پروژو پیل او د ایران او تاجیکستان په څېر هېوادونو سره د اړیکو ښه‌والی، د سیمې ځینې استخباراتي ادارو لپاره د منلو نه دي. له همدې امله، وخت ناوخت د افغانستان د بدنامولو لپاره، په ایران یا تاجیکستان کې د ځینو کسانو په موخه ګرځولو سره اقدام کوي.»

د سرچینې په وینا، ای‌اس‌ای غوښتل جنرال سریع پاکستان ته ولیږدوي او له هغه څخه د افغانستان د امنیت خرابولو کې ګټه واخلي، خو نوموړي له دې وړاندیز سره مخالفت کړی.

په راپور کې دغه راز راغلي، اسلامي امارت ټینګار کوي، چې د افغانستان له سرحدنو بهر یې هیڅ پروګرام او عملیات نه دي لرلي او له هېواده بهر یې د خپلو مخالفینو وژل رد کړي دي.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي:« زه کولی شم ووایم، چې د پاکستان استخباراتي ادارو د جنرال اکرم‌الدین سریع د ترور په پېښه کې لاس درلود. دغه راز پاکستان په هغو عملیاتو کې هم لاس درلود، چې تاجیکستان کې د بې پیلوټه الوتکو په کارولو ترسره شول او د دې هېواد سرحدي ځواکونه یې موخه وګرځول؛ په دې عملیاتو کې دوه تاجک سرحدي سرتېري ووژل شول. هغوی هڅه کوي چې په دې لاره، د افغانستان د ویجاړولو او د یوې نوې جګړې د پیل لپاره چې پاکستان طرحه کړې، همکاران پیدا کړي.»

مطالب بیشتر:  له اسلامي امارت سره د تعامل پر دوام د روسیې ټینګار

په ورته مهال، پوښتنه دا ده، چې د افغانستان د پخوانيو نظامیانو په وژنو کې د پاکستاني استخبارتي ادارو دخالت د افغانستان د بې ثباته کولو په تګلارو کې شامل دي او اسلام‌اباد په دا ډول کړنو کومې موخې تعقیبوي؟

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي:« اسلام آباد قصداً هڅه کوی چې د پخوانیو پوځیانو ترمنځ زړه کرکه راپاروی او ژوندۍ یې ساتي؛ څو اسلامی امارت کمزوری کړي، د افغانستان اسلامی امارت هم د پخواني حکومت د ټولو نظامیانو په ټولبښنې ټینګار کوی او د هدفي وژنو په برخه کې، که هغه دننه وی یا بهر، هېڅ ډول ښکېلتیا نه منی، ځکه چې دا اقدامات د دوه اړخیز فشار او مخامخ لوبو برخه ګڼی.»

د ویلو ده، چې په تهران کې د اکرام‌الدین سریع او د هغه د ملګرو له وژل کیدو وروسته د ایران بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا پېښه د امنیتي او قضايي ادارو تر څیړنې لاندې ده.

اسماعیل بقایی ټینګار وکړ چې د کډوالو امنیت خوندي ساتل یې له سرو کرښو دي او اجازه به ورنکړي څو د دغه هېواد په خاوره کې د هغو خلکو ژوند په خطر کې وي چې هلته ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *