افغان پلاوي ته د شانګهای سازمان په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه او د ا.ا هرکلی

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شانګهاي د همکاریو سازمان په راتلونکې غونډه کې د څارونکي په توګه د افغانستان له بلنې هرکلی وکړ. نوموړي له آفاق خبري آژانس سره په مرکه کې وویل، اسلامي امارت د افغانستان او سیمې په اړه ټولو غونډو کې د حضور غوښتونکی دی څو د افغانستان واقعیتونه نړۍ ته په سمه توګه وړاندې کړي. ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: «اسلامي امارت غواړي د افغانستان اړوند ټولو غونډو کې ګډون وکړي څو له خپل شته دریځ څحه دفاع وکړي.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، چې د یاد سازمان په راتلونکو غونډو کې د افغانستان دایمي غړیتوب به د ټولو غړو هېوادونو په ګټه وي. دوی باور لري چې په دا ډول غونډو کې د افغانستان فعال حضور کولی شي د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا، سیاسي ثبات او سیمې په کچه اقتصادي ودې زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی داوود خان شیراز شانګهای همکاریو سازمان راتلونکې غونډه کې د ناظر په توګه د اسلامي امارت د پلاوي ګډون په اړه وایي: «په دې سازمان کې د افغانستان دایمی حضور کولی شي د ټولو غړو په ګټه وي، په خواشینۍ سره تر اوسه افغانستان ته داسې امتیاز نه دی ورکړل شوی، که د شانګهاي سازمان کې بشپړ او دایمي غړیتوب ترلاسه کړي، دا چاره به هم د افغانستان او هم د ګاونډیو هېوادونو په ګټه وي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی عیسی اسحاقزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «داسې همکارۍ او اړیکې کولی شي په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د افغانستان د پرمختګ زمینه برابره کړي او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان ځای پراخ کړي، د دې ملي او نړیوالو همکاریو په رڼا کې کیدایشي د افغانستان د پرمختګ، پراختیا او هوساینې لاره پرانیستل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د شانګهاي د همکاریو سازمان په اکثریت رایو سره افغانستان ته د څارونکي غړیتوب ورکړ څو افغانستان وکړای شي د یاد سازمان په راتلونکو غونډو کې رسما ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *