آفاق خبري آژانس؛ کابل: سپینې ماڼۍ ته نږدې د رحمان الله لکڼوال له لوري د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو له ډزو وروسته چې له امله یې د امریکا د ملي ګارد غړې ووژل شوه او یو بل ټپي شو، د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزو ورکړه بنده کړه، هغه بې ساری اقدام چې پراخ غبرګونونه او اندېښنې یې راپارولې دي.
په ورته مهال، د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، کوم کس چې امریکا کې ډزې کړي او د یاد هېواد د ولسمشرۍ ګارد یې موخه ګرځولی، د امریکايي بنسټونو او ځواکونو له لوري یې تاوتریخجنه روزنه ترلاسه کړې وه.
د دوی په وینا، د دې کس د اقداماتو مسوولیت د امریکایي ځواکونو پر غاړه دی نه د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه کډوالو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وایي:«د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه هغو کسانو ته د ویزو ورکول وځنډول چې د افغان پاسپورټونو سره سفر کوي. د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي:«مجرم، رحمان الله لکنوال، یو انفرادي مجرم دی. ویل کیږي چې هغه شاوخوا لس کاله د سي آی اې په ګډون د امریکا په استخباراتي جوړښتونو کې وو او حتا په کندهار کې یې په ځانګړو ځواکونو کې خدمت کړی وو. دا هماغه خلک دي چې دوی پخپله روزلی وو؛ هغه کسان چې مخکې یې په افغانستان کې ډله ییزې وژنې ترسره کړې وې. په لنډه توګه، دا خلک د دوی د خپلې روزنې او انتخاب محصول دي؛ هغه ځواکونه چې له کوم بهرني انعام یا هڅونې پرته د دوی لخوا جوړ او ګمارل شوي وو.»
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وايي:«هغه سړی چې په امریکا کې یې ډزې وکړې او د ولسمشرۍ ساتونکي یې په نښه کړل، د ورته امریکایي ادارو او ځواکونو لخوا روزل شوی و او د هغه څه په څیر یې د تاوتریخوالی روزنه ترلاسه کړې وه چې امریکایانو په افغانستان کې کول. د دې کس د روزنې او لیږد مسؤلیت پخپله د امریکایي ځواکونو په غاړه دی، نه د ټولو افغانانو یا کډوالو. هر هغه اقدام چې هغه یې کوي باید له امریکایي ادارو سره د دې مسؤلیتونو او اړیکو په شرایطو کې وڅیړل شي، نه د افغان ټولنې د استازي په توګه.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پر ملي ګارد د رحمان الله لکڼوال برید پراخ غبرګونونه راپارولي او دا چاره لامل شوې چې امریکا د پناه غوښتنې لړۍ بیا و ارزوي او حتا بنده یې کړي. په داسې حال کې چې د ټرمپ دولت د دریمې نړۍ له هېوادونو د کډوالۍ د دایمي بندیدو یادونه کړې ډیری شنونکو خبرداری ورکړی چې دا ډول تګلاره کولی شي، د بشري حقونو او دیپلماتیکي برخو کې جدي پایلې ولري.
