آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د اتیامې ناستې په څنډو کې، د نړۍ پام یو ځل بیا افغانستان ته واوښت؛ د دې غونډې په څنډو کې د روسیې په نوښت او مشرۍ «څلور اړخیزه» سیمهییزه ناسته، چې ایران، چین او پاکستان هم پکې ګډون درلود، جوړه شوه. د ناستې ګډونوالو په خپل څنګ کې د یوه خپلواک، سولهییز او له مخدره توکو او ترهګرۍ پاک افغانستان پر لرلو ټینګار کړی دی. دوی همداراز، د سیمې ثبات او د افغانستان له دولت د ملاتړ په پار، کابل سره د نړۍوالې ټولنې پر رغنده او عملي همکاریو ټینګار کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگئي لاوروف په دې څلور اړخیزه غونډه کې ویلي: «هیلهمن یم چې په دې جلسه کې چټکو بدلونونو ته په پام سره، د افغانستان وضعیت په اړه خپل لیدلوري له یو بل سره شریک کړو. زموږ خبرې اترې تل ګټورې وې او ډاډه یم چې نن به هم خپلې ارزونې له یو بل سره شریکې او راتلونکي ګامونه به مشخص کړو.»
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له وضعیت هر ډول پوځي او جیوپولیټیکي ګټه اخیستنه د منلو نه ده. هغه په ډاګه کړې، چې د بهرنیانو د پوځي اډو بیا ځای پر ځای کېدل به، د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د سیمې د امنیت او سولې لپاره جدي ګواښ وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي بیا په دې غونډه کې افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو ځای پر ځای کولو عواقبو په اړه ویلي: «موږ په کلکه د هر ډول بهرنۍ سیاسي یا پوځي مداخلې او د دغه بحران د مسوولو کسانو د بېرته را ګرځولو هڅې او یا د افغانستان له ناورین څخه د جیوپولیټیکي موخو لپاره ګټهاخیستنه، ردوو. تر ټولو مهمه دا چې د بهرنيو پوځي اډو بیا ځای پر ځای کول، که دننه په افغانستان وي او که شاوخوا سیمو کې، دا د افغانستان د حاکمیت ښکاره نقض، د سیمې د سولې او امنیت لپاره ګواښ، او د افراطیت او بېثباتۍ د پراخېدو لامل ګرځي.»
د دې غونډې په پای کې یوه ۱۱ مادهییزه ګډه اعلامیه خپره شوه. په دې اعلامیه کې څو مهم ټکي برجسته شوي دي؛ له هغې جملې له افغانستانه د یوه خپلواک، با ثباته، له ترهګرۍ او مخدره توکو پاک هېواد پر ملاتړ ټینګار شوی دی. همداراز، له سیاسي ملاحظاتو پرته، د بېړنیو بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه شوې ده. په اعلامیه کې په ډاګه شوې، چې د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي او باید د دغه هېواد کنګل شوې شتمنۍ آزادې او بندیزونه لرې کړي. د دې اعلامیې په یوه بله برخه کې راغلي، چې د بهرنيو پوځي اډو بیا ځای پر ځای کول، که هغه د افغانستان د ننه او یا هم شاوخوا سیمو کې وي، دا د یاد هېواد د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د سیمې د سولې او ثبات پر وړاندې جدي ګواښ دی.
د (چین، ایران، پاکستان، روسیې) څلورمې څلور اړخیزې غونډې د ګډې اعلامیې مهم ټکي:
- سیاسي ملاتړ: افغانستان باید خپلواک، ثبات لرونکی او له ترهګرۍ او مخدره توکو پاک هېواد وي.
- بشري ملاتړ: له سیاسي ملاحظاتو پرته د افغانستان خلکو ته بېړنۍ مرستې رسول.
- د ناټو مسوولیت: د بنډیزونو لرې کول، د کنګل شویو شتمنیو آزادول او د افغانستان له بیارغونې د ناټو ملاتړ.
- له بهرنۍ اډې سره مخالفت: د پوځي اډو بیا ځای پر ځای کول د افغانستان د حاکمیت نقض او د سیمې د ثبات لپاره ګواښ.
- سیاسي حللاره: پر ډیپلوماټیکو خبرو اترو ټینګار او د ملګرو ملتونو د رول فعالېدل.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان په اړه د چین، روسیې، ایران او پاکستان څلور اړخیزه غونډه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې جوړه شوې وه. په هغه ناسته کې څلور واړه هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د دا ډول ناستو پر دوام ټینګار کړی و.