افغانستان کې د ناټو ځواکونو د رول په اړه د ټرمپ څرګندونو ته د لوېدیځو متحدینو غبرګونونه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغانستان کې د ناټو ځواکونو د رول په تړاو د ډونالډ ټرمپ وروستیو جنجالي څرګندونو د متحده ایالتونو د لوېدیځو متحدینو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د ټرمپ دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د برېټانیا لومړي وزیر دا خبرې «سپکاوی او ټکان ورکوونکې» بللې او ټینګار یې کړی، چې د برېټانوي سرتېرو او د ناټو د نورو ځواکونو قرباني او زړورتیا به هېڅکله هېره نه شي.

کې‌یر سټارمر د ټرمپ څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې: «زه به هېڅکله د هغو کسانو زړورتیا، مېړانه او قرباني هېره نه کړم چې د خپل هېواد لپاره یې ورکړه. ډېر کسان ټپیان شول او ځینې یې معلول شول. زه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې سپکاوی او ټکان ورکوونکې ګڼم، او دا د حیرانتیا وړ نه ده چې دا خبرې د وژل شویو او ټپیانو د کورنیو لپاره، او په حقیقت کې د ټول هېواد لپاره، دردونکې وې. که ما دا ډول بدې خبرې کړې وای یا مې دا ډول کلمې کارولې وای، نو حتماً به مې بښنه غوښتې وه.»

د ټرمپ څرګندونو ته د غبرګونونو په دوام، شهزاده هري، دوک ساسکس چې دوه ځله یې افغانستان کې خدمت کی، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ناټو ځواکونو قربانۍ باید په «رښتینولۍ او درناوي» سره بیان شي. هغه ټینګار کړی چې د ناټو په چوکاټ کې د امریکا متحدین، د متحده ایالاتو تر څنګ ودرېدل او درنې انساني بیې یې پرې کړې.

د شهزاده هېري، دوک ساسکس د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «په ۲۰۰۱ کال کې، ناټو د خپل تاریخ لپاره د لومړي او یوازیني ځل لپاره پنځمه ماده فعاله کړه؛ هغه پرېکړه چې له مخې یې ټول غړي هېوادونه مکلف شول په افغانستان کې د ګډ امنیت لپاره د متحده ایالاتو تر څنګ ودرېږي. متحدینو هم دې غوښتنې ته ځواب ووایه. د زرګونو کسانو ژوند د تل لپاره بدل شو. میندې او پلرونه له خپلو اولادونو بې‌برخې شول. دا قربانۍ باید په رښتینولۍ او درناوي سره بیان شي، په داسې حال کې چې موږ لا هم متحد پاتې کېږو او د ډیپلوماسۍ او سولې دفاع ته ژمن یو.»

مطالب بیشتر:  افغانستان د زبرځواکونو د سیالۍ ډګر؛ روسیه وایي ناټو بېرته افغانستان ته د راتګ هوډ لري

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «امریکا غواړي یو ځل بیا ځان په نړیواله کچه د یوازیني پوځي زبرځواک په توګه را ښکاره کړي، حال دا چې واقعیت داسې نه دی. د سپټمبر د ۱۱مې له پېښو وروسته، دغه هېواد په یو اړخیزه توګه پرېکړه وکړه، څو افغانستان د جګړې په ډګر بدل او اشغال کړي، او متحدین یې هم پرته له دې چې د دې یرغل پایلو ته پام وکړي، په بېړه له دې پرېکړې سره یو ځای شول او خپل ځواکونه یې جګړې ته ولېږل.»

په ورته وخت کې، د چارو یو شمېر شنونکي باور لري، چې د امریکا وروستۍ تګلارې، په ځانګړي ډول د ټرمپ تر مشرۍ لاندې تګلارې، یوازې د دغه هېواد پر ملي ګټو د تمرکز ښکارندویي کوي او نړۍوالو ژمنو ته پکې کمه پاملرنه کېږي. د دوی په وینا، دې چلند د ناټو د متحدینو ترمنځ باور او همکاري کمزورې کړې او د ائتلافونو پر وړاندې د امریکا اوږدمهاله ژمنتیا یې تر پوښتنې لاندې راوستې.

د سیاسي چارو بل شنونکی روح‌الله هوتک بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د امریکا وروستۍ تګلاره، په ځانګړي ډول د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، ښيي چې لومړیتوبونه تر ډېره د امریکا تر ملي ګټو محدود دي، او دا مسئله په ناټو کې متقابل باور او همکاري زیانمنوي. دا ډول لیدلوری کولی شي له خپلو متحدینو سره د امریکا اوږدمهاله ژمنتیا کمه کړي او د روسیې په څېر ګواښونو پر وړاندې د ناټو دفاعي وړتیا کمزورې کړي. که څه هم د امنیت ټینګښت لا هم ممکن دی، خو جدي اندېښنې لا هم پر ځای دي.»

مطالب بیشتر:  د ټرمپ دولت امریکا ته د لسګونه هېوادونو د اوسېدونکو پر سفر محدودیتونه ارزوي

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ، د ناټو ځواکونو له نږدې شل کلن پوځي حضور وروسته، ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ادعا وکړه چې د ناټو غړو هېوادونو د جګړې په ډګر کې مهم رول نه دی لوبولی. د هغه په وینا، د دغو هېوادونو ځواکونه «له لومړیو کرښو شاته» ځای پر ځای شوي وو. هغه همداراز د اړتیا پر مهال د امریکا دفاع په برخه کې د ناټو پر ژمنتیا هم شک څرګند کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *