د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست امير خان متقي، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخيت او مل پلاوي سره ليدنه او خبرې کړې دي. د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، چې په دې ليدنه کې د امنيتي وضعیت، زده‌کړو، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې، اقتصاد، بشري او پراختيايي مرستو، په دغه سازمان کې د اسلامي امارت استازولۍ پر پیاوړتیا او یو شمېر نورو مسایل بحث او خرې شوې دي.

افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان استازي د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره لیدلي

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست امير خان متقي، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخيت او مل پلاوي سره ليدنه او خبرې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي، چې په دې ليدنه کې د امنيتي وضعیت، زده‌کړو، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې، اقتصاد، بشري او پراختيايي مرستو، په دغه سازمان کې د اسلامي امارت استازولۍ پر پیاوړتیا او یو شمېر نورو مسایل بحث او خرې شوې دي.
د ضياء احمد تکل په وينا، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په دې ليدنه کې ويلي، چې په افغانستان کې څلوېښت کلنه جګړه د نړۍ په ذهنونو کې د دغه هېواد يو ځانګړی انځور جوړ کړی، چې يوازې د واقعيتونو په ليدلو سره بدلېدلی شي.
ښاغلي تکل د طارق علي بخيت له قوله زياته کړې، چې افغانستان ته د دوی د راتګ موخه، له نږدې د واقعیتونو لیدل او بېلابېلو نظرونو اورېدل دي.
د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې طارق علي بخيت په دې ليدنه کې ټينګار کړی، چې دوی له افغانستان سره د تعامل په برخه کې سليقه‌يي چلند نه ‌دی کړی او د واقعيتونو د انعکاس پر تګلاره باور لري.
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي زياته کړې، چې د اسلامي همکاریو سازمان به، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ملاتړ لړۍ ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، د عدليې وزارت مسلکي معين عبدالکريم حيدر هم د اسلامي همکاریو سازمان له ځانګړي استازي سره ليدنه او خبرې کړې دي.
د عدليې وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حیدر په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې اوسني قوانين د الله (ج) د کتاب، د رسول الله (ص) د سنتو او د اجتهادي مسايلو په برخه کې د حنفي فقهې د معتبرو منابعو پر بنسټ تدوين، تدقيق او نهايي کېږي.
د عدليې وزارت په وينا، ښاغلي حيدر زياته کړې، چې غربي رسنۍ د افغانستان د وضعيت په اړه ناسم معلومات او غيرواقعي انځور وړاندې کوي، چې له بده مرغه نړۍ هم وضعيت د همدې انځور له مخې ارزوي.
د عدليې وزارت د خبرپاڼې له مخې، طارق علي بخيت په دې ليدنه کې د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو اندېښنې له افغان لوري سره شريکې کړې او زیاته کړې یې ده، چې د خپل تازه سفر راپور به د یاد سازمان له غړو سره شریک، څو شته اندېښنې رفع شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد