آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان په اړه د یوې ګډې حللارې موندلو لپاره، د اسلامي نړۍ د ډیپلوماټیکو هلو ځلو په لړ کې، قطر په جده کې د «اسلامي همکارۍ سازمان د تماس ډلې» په تخنیکي غونډه کې د متوازن او ګډ دریځ پر خپلولو ټینګار وکړ. د قطر استازي په دې غونډه کې ویلي، چې افغانستان یوې هراړخیزه تګلارې ته اړتیا لري؛ داسې تګلاره چې بیړنۍ بشري مرستې، مسوولانه سیاسي تعامل او د دغه هېواد ځانګړو شرایطو ته درناوی پکې شامل وي.
د قطر بهرنیو چارو وزیر د ځانګړي استازي د دفتر لومړی منشي خالد عبدالعزیز الخلیفي د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «دا غونډه په یوه حساس پړاو کې ترسره کېږي او د افغانستان د وضعیت په اړه د متوازن او ګډ دریځ خپلول غواړي؛ داسې دریځ چې بشري اړتیاوو ته بېړنی ځواب، د اسلامي همکاریو سازمان د اصولو په چوکاټ کې مسوولانه سیاسي تعامل او د افغانستان ځانګړو شرایطو ته په درناوي سره، د امنیت، ثبات او پراختیا لپاره د افغان ولس هیلې پوره کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید عباد الله صادق په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «قطر یو اسلامي هېواد دی او په ورته وخت کې له امریکا سره ښې اړیکې لري او په سیمه کې یو سټراټیژیک شریک بلل کېږي. د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ خبرې اترې په دوحه کې د قطر په منځګړیتوب ترسره شوې او په پای کې بریالۍ شوې او امریکایان له افغانستانه ووتل. خو بیا هم سیاسي او اقتصادي ستونزې پاتې دي. قطر کولی شي مهم رول ولوبوي، ځکه هم له افغانستان سره ښې اړیکې لري او هم له امریکا او لوېدیځو هېوادونو سره اړیکې ساتي.»
خالد عبدالعزیز الخلیفي همداراز دا غونډه د هلو ځلو همغږۍ او د عملي حللارو د وړاندې کولو لپاره یو غوره فرصت وباله او د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې بهیر ته په اشارې سره یې، هغه د افغانستان په اړه د نړیوالو خبرو اترو او همکارۍ لپاره یو مهم چوکاټ یاد کړ.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «قطر کولی شي د افغانستان د ستونزو حل لپاره زمینه برابره او له هېوادونو سره د تعامل په برخه کې همکاري وکړي. قطر، د کوربه په توګه، د خپلو چارواکو د هڅو او جديت له لارې کولی شي افغانستان وروستۍ پایلې ته ورسوي.»
اسلامي امارت هم د قطر له دریځه د هرکلي تر څنګ ټینګار کړی چې په داسې غونډو کې د افغانستان حضور د شته واقعیتونو د بیان او پر پرېکړو د اغېز لرلو لپاره اړین دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاتوي، افغانستان له کلونو جګړو وروسته په بېلابېلو برخو کې هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت زیاتوي: «موږ غواړو چې افغانستان په داسې مجلسونو کې حضور ولري، څو وکولی شي له خپل دریځه په ښه ډول استازیتوب وکړي او د افغانستان وضعیت په سمه توګه روښانه کړي. په دې توګه به هغه پرېکړې چې نیول کېږي، لا اغېزمنې شي. همدارنګه د دوست هېواد قطر له دریځه مننه کوو چې په رښتیا یې د افغانستان مهمو مسایلو ته اشاره کړې ده. افغانستان چې تازه له جګړې خلاص شوی، همکارۍ ته اړتیا لري او باید په ټولو برخو کې یې دې ملاتړ وشي.»
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې، د قزاقستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې نږدې راتلونکي کې کابل ته د اسلامي همکارۍ سازمان د وزارتي تماس ډلې د سفر خبر ورکړی و. په خبرپاڼه کې راغلي وو، چې په دې اړه د سعودي عربستان په جده کې د تخنیکي او سازماني مسایلو او همدارنګه کابل ته د لېږل کېدونکې پلاوي د اجنډا د تنظیم په اړه خبرې وشوې.
