آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د مسکو د میګیمو پوهنتون له محصلینو سره په یوه ناسته کې د افغانستان له اوسني حکومت سره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی دی. هغه په کابل کې واکمن دولت د نه انکار وړ بللی او د پولو امنیت، اوبو مسایلو، د نشهيي توکو قاچاق او کډوالۍ ته په اشارې ویلي، چې د دې مسایلو د حل لپاره له اسلامي امارت سره خبرې اترې اړینې دي.
سید عباس عراقچی په دې ناسته کې زیاته کړې: «د افغانستان د اوسني حکومت په اړه باید دا ومنو چې د حکومت په نامه کابل کې یو واقعیت شته. له بلې خوا، زموږ او افغانستان ترمنځ ګڼې ستونزې موجودې دي. موږ د پولو د امنیت، د اوبو، د نشهيي توکو او کډوالۍ مسایل لرو. موږ باید افغانستان کې له شته حکومت سره خبرې اترې وکړو، تر څو وکولای شو دا ستونزې مدیریت او د ایران او افغانستان د دواړو ملتونو ګټې خوندي کړو.»
د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز په دې ناسته کې په ډاګه کړې، چې هېواد یې لا تر اوسه د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په خبره یې، تهران باور لري د افغانستان ټول خلک باید د یو ټولګډونه حکومت په چوکاټ کې د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري. ښاغلي عراقچي زیاته کړې، چې ایران د سیمې د ثبات د ساتنې او د دواړو هېوادونو د ګټو خوندیتوب لپاره د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو او تعامل مسیر ته دوام ورکوي.
عراقچی د خپلو څرګندونو په دوام ویلي: «موږ لا تر اوسه د افغانستان شته حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او باور لرو چې په افغانستان کې باید ټول خلک د د یوه حکومت په چوکاټ کې د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري، خو موږ له افغانستان سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکوو.»
په همدې لړ کې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، له یوې ایرانۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي، چې د تهران او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، اړیکې ښې شوې دي او ټینګار یې کړی، چې افغانستان، منځنۍ آسیا، قفقاز او خلیج فارس هېوادونو سره همکاري، د تهران بهرني سیاست مهم محورونه دي.
د چارو شنونکي هم باور لري چې د ایران او افغانستان تعامل عملي او دوامداره دی او په خبره یې، د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې کولی شي سرحدي، امنیتي او اقتصادي ستونزې مدیریت کړي. د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «د افغانستان او ایران ترمنځ اوسنۍ اړیکې ډېرې عملي، دوامداره او ژورې دي. دوه اړخیزه سوداګري روانه ده، د لوړې کچې ډیپلوماټیک تماسونه شته او دواړه خواوې له ترینګلتیاوو د مخنیوي هڅه کوي. ایران لا تر اوسه د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په حساسو برخو لکه د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه او امنیتي مسایلو کې دواړه لوري نږدې تعامل لري او د راتلونکي لپاره رسمي تعامل هم امکان لري، په ځانګړي ډول کله چې د ثبات او اغېزمنو کړنو ډاډ ترلاسه شي.»
اسلامي امارت هم د ایراني چارواکو د څرګندونو په اړه وایي، چې افغان حکومت د ایران په ګډون د سیمې له نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او له هغوی یې غوښتي، چې د افغانستان واقعیتونه له نږدې وګوري او له دغه هېواد سره رغنده او مثبت تعامل ولري.
د یادونې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په غونډه کې د موقعیت له اړخه په منځنۍ آسیا، لویدیځ او سویلي آسیا کې د افغانستان پر ځانګړي ارزښت ټینګار کړی و. عراقچي زیاته کړې وه، چې د دغه هېواد ثبات او پراختیا یوه ستراتیژیکه اړتیا ده او امنیت یې په مستقیم ډول د ګاونډیو هېوادونو پر ګټو اغېزه لري.
