آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ۱۳۵۸ کال د مرغومې شپږمه، هغه ورځ چې د شوروي اتحاد د سرو لښکرو ټانګونو له پولو پر را اوښتو پر افغانستان یرغل وکړ، هغه یرغل چې د مسکو په وینا د ورورۍ مرسته وبلل شوه، خو په حقیقت کې د افغانستان د معاصر تاریخ یو له خونړیو فصلونو څخه وو، هغه جګړه چې نه یوازې د دې هېواد برخلیک بلکې د شوروي اتحاد راتلونکی یې هم بدل کړ.
کلونو وروسته، د شوروي له پاشل کېدو او آرشیفونو په پرانیستلو سره، د شوروي یو شمېر پخواني لیکوالان، پوځیان او پریکړه کوونکي تیر ته ور وګرځېدل، نه د توجیې بلکې د اعتراف لپاره، هغه اعتراف چې په وینا یې پر افغانستان یرغل یوه لویه تاریخي تیروتنه وه.
د شوروي د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې لوړپوړي غړي اناتولي چرنیایف په خپلو یادښتونو کې د هغو ورځو پریکړې داسې بللي، له ویرې ډګه فضا او له افغانستانه د ریښتیني پیژندګلوي نشتون.
د شوروي د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې لوړپوړی غړی اناتولي چرنیایف وایي:«موږ افغانستان د یوې پیچلې ټولنې په توګه نه، بلکې د سړې جګړې د شطرنج په تخته کې د یوې دانې په توګه ولید؛ او دې موږ یوې داسې پریکړې ته ورسولو چې له پیله یې اخلاقي مشروعیت نه درلود. د افغانستان یرغل په تدریجي ډول د شوروي اتحاد نړیوال اعتبار له منځه یوړ.»
د جګړې په ډګر کې، تصویر ډیر تریخ دی، د پخواني شوروي پخوانی افسر او نظامي تاریخ لیکونکی الکساندر لیاکفسکي د افغانستان جګړه له سیمه ییزو واقعیتونو څخه په پوهاوي کې د یو لوی پوځ د ناتوانۍ روښانه بیلګه ګڼي، نوموړی دا جګړه دوه ګونې تراژیدي یادوي.
د شوري د پوځ پخوانی افسر او نظامي تاریخ لیکونکی الکساندر لیاکفسکي وایي:« سور پوځ د اروپا په دښتو کې د جګړې لپاره جوړ شوی وو، نه د افغانستان په غرونو او کلیو کې. دا جګړه دوه ګونې تراژیدي وه. د هغو افغانانو لپاره یوه تراژیدي وه چې د ویجاړۍ قرباني شول، او د هغو شوروي سرتیرو لپاره یوه تراژیدي وه چې په بې معنی جګړه کې مړه شول یا له رواني ټپونو سره راستانه شول.»
د نړیوال امنیت مهم څیړونکی الکسي ارباتوف وایي، چې له یرغل مخکې له افغانستانه شوروي ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه وو.
د نړیوال امنیت مهم شنونکی الکسي ارباتوف وایي:« له یرغل مخکې، افغانستان د شوروي امنیت لپاره ریښتینی ګواښ نه ووخو د سره پوځ ننوتلو هېواد د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ په ډګر بدل کړ او یو ریښتینی ګواښ یې رامینځته کړ.»
په شوروي کې دننه هم، د افغانستان جګړې په تدریج سره د ټولنې باور زیانمن کړ، هغه تابوتونه چې د شپې له خوا ور ستنېدل، پراخ سانسور او ددغې جګړې د موخې په روښانه کولو کې د حکومت ناتواني، د شورویانو او حکومت ترمنځ واټن لا زیات کړ.
لیافسکي او چرنیایف دواړه وایي چې په شوروي کې د افغانستان موضوع د رسمي درواغ ویلو او پریکړې د بې کفایتۍ پر بیلګه بدله شوه، هغه بیلګه چې د اقتصادي بحران ترڅنګ یې، اصلاحاتو او بلاخره د شوروي پاشلو ته لاره هواره کړه.
خو په دې ټولو تحلیلونو کې، په یو ګډ حقیقت باندې اجماع شتون لري او هغه دا چې د دې یرغل تر ټولو لوی قربانیان افغانان وو. ټولنیز جوړښتونه یې ړنګ شول، په میلیونونو بې ګناه خلک ووژل شول، په میلیونونو نور معلول او بې ځایه شول او د بې ثباتۍ یوه دوره رامنځته شوه چې لسیزې یې دوام وکړ.
د سره پوځ د یرغل د ۴۶ کلیزې په مناسبت، د دې اعترافونو بیا لوستل یوازې د تاریخ بیاکتنه نه ده؛ دا د دې حقیقت یادونه ده چې د تیروتنو منل او په صادقانه توګه له تیرو سره مخ کیدل په راتلونکي کې د ناورینونو د تکرار مخنیوي لپاره یو شرط دی؛ هغه ناورینونه چې افغانستان یې درنه بیه ورکړه او له هغه څخه تاریخ په افغانستان او ور هاخوا د ټولو یرغلګرو لپاره یو روښانه او خبرداری ورکوونکی درس پریښود.
