افغانستان د شانګهای غونډې محور؛ کابل کې پر ملي اجماع د مسکو ټینګار

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د چین تیانجین ښار پرون (سه‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه) د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۵مې سرمشریزې کوربه و. افغانستان هم د دې سرمشریزې یو له مهمو محورونو و. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف وایي، چې د شانګهای سازمان ټول غړي هېوادونه د یوه خپلواک، بې‌پرې او له ترهګرۍ او مخدره توکو پاک سوله‌ییز افغانستان ملاتړ کوي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر همداراز ټینګار کوي، چې د افغانستان په حکومتي جوړښت کې د سیاسي او قومي ډلو شتون او ملي اجماع ضروري دي. سرګئي لاوروف په دې غونډه کې زیاته کړې: «موږ د سیمې امنیت ټینګښت او په هغه کې پر افغانستان د ځانګړي تمرکز پر لارو چارو خبرې وکړې. د شانګهای همکاریو سازمان ټول غړي، کابل سره د اړیکو ژوروالي ته لېواله دي. موږ د افغانستان د بیارغونې او تلپاتې پرمختیا او همداراز د یوه خپلواک، سوله‌ییز او له ترهګرۍ او مخدره توکو پاک افغانستان په اړه یو شان لیدلوری درلود. په دې هم ټینګار وشو، چې په حکومتي جوړښت کې سیاسي او قومي شتون لا هم یو له مهمو لومړیتوبونو دی.»

په ورته وخت کې، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق‌ډار وړاندیز کړی، چې د افغانستان په اړه دې د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ځانګړې ډله بېرته فعاله شي. ښاغلي ډار ویلي، چې د دې ډلې بېرته فعالېدل، کولی شي افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت په برخه کې د عملي همکاریو زمینه برابره کړي.

د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر د تماس ډلې د بیا فعالیت په اړه زیاته کړې: «افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات زموږ ګډه هیله ده. په دې توګه، د شانګهای همکاریو سازمان – افغانستان د تماس ډلې بېرته فعالېدل ښایي د عملي او نتیجه‌محوره همکاریو لپاره ارزښناک بستر واوسي.»

اسلامي امارت تر اوسه د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د څرګندونو په غبرګون کې، د افغانستان پر وړاندې د ځینو هېوادونو پر دوه‌ګوني چلند نیوکه کوي.

د پوهنتون استاد سید جواد حسیني د دې غونډې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان مسئلې له مطرح کېدو هرکلی کوو، خو له بده مرغه اسلامي امارت سره د نړۍ د عملي همکاریو او تعامل کچه ټیټه ده. موږ له یوې خوا د نړۍ له دوه‌ګونو سیاستونو سره مخامخ یو او له بلې خوا د ښکېلو خواوو ترمنځ کافي تعامل شتون نه لري.»

دا غونډه د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول روسیې، چین، ایران، هند، پاکستان او د مرکزي آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضور سره جوړه او تر ډېره د سیمې او نړۍ پر مهمو مسایلو متمرکزه وه. دا ناسته داسې مهال جوړه شوه، چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه هڅه کوي، څو په مرکزي آسیا کې د امریکا پر وړاندې د خپل ځواک موازنه پیاوړې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد