افغانستان ته د روزمېري ډي‌کارلو سفر؛ کابل به د دوحې بهیر د کاري ډلې راتلونکې ناستې کوربه وي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو، د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره لیدنه کې ویلي، چې کابل به د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر په چوکاټ کې د کاري ډلې د راتلونکې ناستې کوربه وي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو، اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل پر پراختیا، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې د همکارۍ پر پیاوړتیا، اقتصادي ثبات او د بشري مرستو د ښه‌والي په اړه خبرې کړې دي. ښاغلي حقاني له نړیوالې ټولنې سره د متقابل درناوي پر بنسټ د رغنده تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې همداراز د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د شته پرمختګونو ستاینه کړې او د بشري مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي: «د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې د نشه‌يي توکو د کر، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات شوي، چې دغو اقداماتو مثبتې پایلې لرلې دي. همداراز د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل او د واقعي شرایطو په رڼا کې د همکاریو پراختیا په اړه خبرې وشوې. د ملګرو ملتونو پلاوي په دې لیدنه کې زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې د بهیر د درېیم پړاو ناستې پر بنسټ به، کاري ډلې خپله راتلونکې ناسته کابل کې جوړه کړي.»

په ورته وخت کې، کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي له رزماري ډي‌کارلو سره لیدنه کې، د یوناما فعالیتونو او په افغانستان کې د ایران د رغنده همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

مطالب بیشتر:  سعودي عربستان ته د متقي سفر؛ آیا د کابل او ریاض اړیکې به لا ګرمې شي؟

خو پوښتنه دا ده، چې کابل کې د دوحې بهیر د کاري ډلو راتلونکي ناسته به، له پخوانیو ناستو سره څه توپیر ولري او دا کوربتوب به، اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل څه اغېز ولري؟

د سیاسي چارو شنونکي باور لري، چې د کابل په کوربتوب د دوحې بهیر د راتلونکې ناستې جوړېدل نړۍوالې ټولنې ته یو روښانه پیغام لېږدوي او دا چاره د کورنیو اختلافاتو د مدیریت په برخه کې د افغانستان رول را برسېره کوي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري اژانس ته وایي: «که رښتیا هم د دوحې د بهیر راتلونکې ناسته په کابل کې وشي، دا به د افغانستان په مسئله کې یو ډېر مهم پرمختګ وي، ځکه دا لومړی ځل دی چې واکمن حکومت د کورنیو مخالفو ډلو کوربتوب کوي. دا اقدام یو غوره پرمختګ دی او نړۍوالې ټولنې ته دا پیغام رسوي، چې افغانان کولی شي خپلې ستونزې په کور د ننه هوارې کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی اسدالله ندیم بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په تېرو څلورو کلونو کې د دوحې بهیر ناستو د افغانستان د خلکو په ګټه عملي پایلې نه دي لرلې. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې سفر او د دغو ناستو ترسره کېدل تر ډېره د سترو قدرتونو د موخو لپاره دي او د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي.»

د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو، کابل ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدنه کې د امنیت او ثبات ټینګښت، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې، د بانکي محدودیتونو لرې کېدو او د بشري دوام په اړه خبرې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *