ایران: کابل کې د حقابې په اړه زموږ د سفیر له خولې خپاره شوي راپورونه ناسم دي

ایران: کابل کې د حقابې په اړه زموږ د سفیر له خولې خپاره شوي راپورونه ناسم دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي وایي، چې له افغانستان سره د دغه هېواد حقابه د تهران لپاره د هر ډول خبرو اترو او تعامل په اجنډا کې یوه ثابته موضوع ده.
ښاغلي بقایي، چې د دوشنبې (سلواغې ۲۹مه) یې په تهران کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، په دې تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: (هغه څه چې رسنیو کابل کې د ایران د سفیر له خولې د حقابې د تأمین په اړه خپاره کړي، کره نه دي، بلکې د هغوی خپل برداشت دی.)

نوموړي همداراز په دې ناسته کې روښانه کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکي به د حقابې ستونزې د هواري په برخه کې هېڅ راز هلې ځلې ونه سمپوي.
د بقايي په خبره، د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي، چې د حقابې موضوع یوازې حقوقي بحث نه دی، بلکې دا موضوع د یوه ګاونډي هېواد په توګه د دوی انساني او شرعي مسوولیت دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یکشنبې (سلواغې ۷مه) ځینو رسنیو، کابل کې د ایران سفارت د سرپرست له خولې راپور ورکړی و، چې کابل ته د دغه هېواد د لوړپوړي پلاوي په وروستي سفر کې د هلمند له سینده د ایران د حقابې موضوع حل شوې ده.
د یادونې ده چې کابل ته د ایراني پلاوي د وروستي سفر په لړ کې، د دواړو هېوادونو چارواکو د حقابې، ترورېزم، نشه‌‌یي توکو، کډوالۍ او د پولو امنیت په تړاو خبرې کړې وې.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد