اسلام آباد کې د اسلامي امارت سفارت ته د پاکستان اعتراض‌لیک؛ د دې لیک په منځپانګه کې څه دي؟

آفاق خبري آژآنس؛ کابل: ډیپلوماټیکه پاکستانۍ سرچینه آفاق خبري آژانس ته وایي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت اسلام آباد کې د اسلامي امارت سفارت ته اعتراض لیک سپارلی دی.

که څه هم سرچینه په دې اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کوي، خو زیاتوي چې پاکستاني لوري په رسمي ډول یو ځل بیا ادعا کړې، چې بلوچستان کې پر «جعفر اکسپرس» رېل‌ګاډي بریدګر افغانستان کې له خپلو ملګرو سره اړیکه کې وو.

اسلام آباد کې د اسلامي امارت سفارت تر دې دمه، په رسمي ډول د دې اعتراض‌لیک په اړه څه نه دي ویلي، خو اسلامي امارت تر دې وړاندې د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې بې‌بنسټه بللې وې.

اسلامي امارت همداراز په ډاګه کړې وه، چې اسلام آباد هڅه کوي خپلې امنیتي ناکامۍ پټې کړي او ټینګار یې کړی و، چې د پاکستان دولت مخالفې وسله‌والې ډلې په هغه هېواد کې فعالیت لري او له افغانستان سره یې تړل منطقي نه دی.

له دې سره همهاله، اسلام آباد پر افغانستان سربېره، هند ته هم ګوت‌څنډنه کړې وه؛ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې پر «جعفر اکسپرس» رېل‌ګاډي برید کې هند هم لاس لري. شفقت علي خان زیاته کړې وه، چې د دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، یاد برید کې ځینې هندي عناصر هم په مستقیم ډول دخیل دي.

پر جعفر اکسپرس رېل‌ګاډي برید کې د افغانستان او هند له تورنولو وروسته، اوس دا پوښتنه مطرح کېږي، چې آیا ممکنه ده په یوه برید کې همهاله دوه هېواده لاس ولري؟

د سیاسي او امنیتي چارو شنونکي د دې پوښتنې په ځواب کې وایي، چې د پاکستان امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره ترینګلی کېږي او د دغه هېواد استخباراتي چینل د خپلو کمزوریو او ناکامیو پټولو په پار، خپله کمزورتیا پر نورو ور اچوي او په دې توګه غواړي د خپلو خلکو عامه ذهنونه منحرف کړي.

د تېرې اونۍ د (سه‌شنبه، کب ۲۱مه) بلوڅ آزادي غوښتونکو بلوچستان کې پر «جعفر اکسپرس» رېل‌ګاډي، چې د پاسه ۴۰۰ مسافر یې له کوېټې پېښور ته لېږدول، برید وکړ، چې د رېل‌ګادي چلوونکي په ټپي کېدو سره یې، یو شمېر مسافر یرغمل ونیول او ورپسې یې د پاکستان سویل ختیځ کې د بولان په نامه یوې غرنیزې سیمې ته یووړل.

له دې پېښې وروسته د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو د مسافرو د خلاصون عملیات پیل کړل.

خو بلوڅ آزادی غوښتونکو د پاکستان له دولته د یرغمل شویو په بدل کې د خپلو زندانیانو د خوشي کېدو غوښتونکي وو.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد