اسلامي امارت په رسمي توګه د روم له اساسنامې ووت

اسلامي امارت په رسمي توګه د روم له اساسنامې د وتلو اعلان وکړ

اسلامي امارت د یوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره په رسمي توګه اعلان کړی، چې د روم اساسنامې ته ژمن نه دی او د پخواني حکومت له‌خوا له دې اساسنامې سره پیوستون، حقوقي اعتبار نه لري.

په خبرپاڼه کې د سرپرست حکومت له‌خوا راغلي چې اسلامي امارت، د افغانانو د ديني او ملي ارزښتونو د ساتونکي نظام په توګه، د اسلامي شريعت په رڼا کې، د روم د اساسنامې او د هغې پر بنسټ د نړۍوالې جنایي محکمې جوړښت ته ژمن نه دی.

اسلامي امارت په دې اعلاميه کې ویلي، چې د دې “محکمې” تاريخ دا په ډاګه کړې چې د عدالت او انصاف پر ځای یې تل د سیاسي تمایلاتو پر بنسټ چلند کړی دی. خبرپاڼې زیاته کړې، چې اسلامي امارت له هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړيکې غواړي او له پورته تګلارې سره موافق نه دی.

همداراز، په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان په ګډون، په ډېریو هېوادونو کې ميليونونه بې‌ګناه انسانان، چې زياتره يې ښځې، ماشومان او ملکي وګړي دي، ځپل شوي او وژل شوي دي، خو دې “محکمې” د دا ډول سترو ظلمونو پر وړاندې تل چوپتیا غوره کړې ده.

اسلامي امارت ټينګار کړی چې ياده محکمه د افغانستان د جنګي جنايتونو په اړه هم خاموشي غوره کړې او د دغو جنايتونو د مخنيوي لپاره يې هېڅ ګام نه دی اوچت کړی.

د خبرپاڼې په پای کې راغلي، په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری ستر هېوادونه د دې “محکمې” غړي نه دي، د افغانستان په څېر هېواد لپاره یې غړیتوب چې تل د اشغال او استعمار قرباني دی، یو غیر ضروري عمل دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد