اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

ملا برادر: اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له نړۍوالوې ټولنې غوښتي چې له سرپرست حکومت سره تعامل وکړي.
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال همداراز ټينګار کړی چې اقتصادي او سياسي فشارونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي.
ښاغلي برادر د خپل خبرو په بله برخه کې ویلي، چې فشارونه هېڅکله د تعامل او اړيکو لاره نه هواروي، بلکې ملتونه او هېوادونه له يو بله لیرې کوي.

د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي برادر له خولې راغلي، چې دا مهال له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت سوداګریزې او ديپلوماتيکې اړيکې ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي او هیله یې څرګنده کړې، چې راتلونکې کې لا ښه زېري ولري، خو دا چې دا زېري به څه وي، په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

ښاغلي برادر، چې د عزيزي ګروپ له لوري د يو شمېر پروژو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون کړی و، زیاته کړې: “اطاعت او درناوی، د اسلامي امارت ذاتي اصل دی، چې په هر ډول شرایطو کې به دوام مومي.”

د خبرپاڼې له مخې، ملا عبدالغني برادر د عزيزي ګروپ له لوري په بېلابېلو برخو کې د مهمو پروژو د چارو پيل، د خصوصي سکتور په برخه کې مهم او ستر ګام یاد کړی دی.
نوموړي د هېواد اقتصادي وضعيت ته په اشارې سره ویلي، چې په ټول هېواد کې امنيت خوندي دی او د مهمو اقتصادي پروژو عملي چارې هم دوام لري.

د عزیزي ګروپ په دې پروژو کې د سرطان ناروغیو د درملنې څلور سوه بستریز معیاري روغتون، د مور او ماشوم د ملاتړ په پار د دوه سوه بستریز زېږنتون، معیاري ښوونځي، د نرسینګ انسټیټیوټ، د طب پوهنتون او دوه سوه میګاواټه برښنا تولید پروژې شامل دي.
د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال د خپلو خبرو په ترڅ کې ډاډ څرګند کړی، چې اسلامي امارت د کورنيو او بهرنيو پانګوالو پوره ملاتړ کوي او په ټولو برخو کې د همکارۍ لپاره چمتو دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد