اسلامي امارت په یوه ډيپلوماټیک اقدام کې، هغه درې پاکستاني پوځیان چې تېر کال په اکتوبر مياشت کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ په نښتو کې اسير شوي وو، خوشې کړل. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت، په يو غږيز پيغام کې ویلي، چې دا ګام د سعودي عربستان هېواد په غوښتنه او کابل ته د یاد هېواد د مذاکره کوونکي پلاوي له سفر سره هممهاله اوچت شوی دی.
د امارت اسلامي د وياند مرستيال حمدالله فطرت په دې اړه زیاتوي: «درې تنه پاکستاني نظاميان چې د ۲۰۲۵ ميلادي کال د اکتوبر په ۱۲مه نېټه، د پاکستاني لوري سره د نښتو پر مهال اسير شوي وو، خوشې شول او د ورور هېواد سعودي عربستان پلاوي ته وسپارل شول.»
دا چې د اسلامي امارت دا اقدام د ښه نیت ښکارندویي کوي، خو پوښتنه دا ده چې آیا دا ډول اقدامات کولی شي د کابل او اسلامآباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په کابو کولو کې اغېزمن ثابت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د بېرته رغېدو زمینه برابره کړي؟
د سياسي چارو شنونکی اسدالله نديم په دې اړه زیاتوي: «هر هغه ګام چې د ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې او د اړيکو د نږدېوالي په موخه پورته کېږي، يو ارزښتمن او رغنده اقدام ګڼل کېږي. په ځانګړې توګه د افغانستان له لوري د دغو اسيرانو خوشې کول يو مثبت، د ستاينې وړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو په لاره کې مهم ګام دی.»
په ورته وخت کې، د سیاسي چارو شنونکي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو په کمولو کې د رياض رول ته په اشارې سره، دا اقدام د باور جوړونې، د خبرو اترو بیا پیل او د دوهاړخيزو اړيکو د ښهوالي پر لور يو اغېزمن ګام بولي.
د ویلو ده، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تېر زېږدیز کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې اړیکې خورا ترینګلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه ولاړ ده، خو د اسلامي امارت له لوري د پاکستاني اسیرو پوځیانو خوشي کېدل، ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې زمینه برابره کړي.
