اسلامي امارت د بنو په برید کې د افغانستان لاس لرلو په تړاو د پاکستاني پوځ ادعا رد کړه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، چې په پاکستان کې پېښې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.
ښاغلي فطرت له پاکستانه غوښتي چې خپلې کورنۍ ستونزې له افغانستان سره ونه تړي او ټینګار یې کړی چې افغانستان په سیمه کې سوله او ثبات غواړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل:«دا ادعا ناسمه ده. افغانستان هېڅکله بې ثباتي نه غواړي. هغه پېښې چې په پاکستان کې کېږي، په همدې هېواد پورې اړه لري.” پاکستان باید افغانستان په خپلو کورنیو چارو کې په لاس لرلو تورن نه کړي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د پاکستان پوځ پرون اعلان وکړ، چې د خیبر پښتونخوا په بنو ښار کې پر پوځي اډې ځانمرګی برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی و.
په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د پاکستان د پوځ دغه ادعا له دښمنۍ ډکه بولي او په خبره یې، د دې ترینګلتیاوو زیاتوالی د دواړو هېوادونو پر سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېز کولی شي.

د پوځي چارو کارپوه محمد زلمی افغان یار، افق خبري اژانس ته وویل: «له بده مرغه، پاکستانيان د افغانستان په وړاندې دښمني کوي، کله ناکله ګواښونه رامنځته کوي او افغانستان تورنوي. په پاکستان کې د وروستیو بریدونو پړه پر افغانستان اچوي.»
د پوځي چارو یو بل کارپوه صادق شینواری هم وايي چې د دې کړکېچ زیاتېدل به د دواړو هېوادونو پر ډیپلوماتیکو، سیاسي او اقتصادي اړیکو منفي اغېز وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او له تېرو نږدې دوو اونیو راهیسې په ورخم کې د دواړو لورو ترمنځ څو ځله نښتې هم شوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد