د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ له وروستیو هوایي بریدونو وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد خبرداری ورکړی، چې د اړتیا په صورت کې به اسلامآباد ته د کابل ځواب پوځي وي. مجاهد له العربیه انګلیسي سره په مرکه کې زیاته کړې، چې اسلامآباد تر اوسه هېڅ داسې سند نه دی وړاندې کړی، څو په ډاګه کړي، چې وسلهوال له افغان خاورې د دوی پرضد کار اخلي.
د اسلامي امارت د ویاند په خبره، کابل د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتونکی دی، خو تورونه او له مذاکراتو تېښته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مخه نیسي او ټینګار یې کړی، چې پاکستان کې یوه ځانګړې پوځي کړۍ د سیمې د بېثباتۍ هڅې کوي.
ذبیحالله مجاهد په دې مرکه کې د پاکستاني پوځ د وروستیو بریدونو په اړه د نړۍوالې ټولنې پر محدود غبرګون هم نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د ملکي وګړو په نښه کول او د افغانستان د حاکمیت نقض د سیمې او نړۍ هېوادونو له لوري جدي غندنې ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کړی، چې له پاکستان سره د کړکېچ دوام کولی شي په سیمه کې د بېثباتۍ لمن پراخه او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي، څو په افغانستان کې د شته امنیت او ثبات ملاتړ وکړي او د تاوتریخوالي د کابو کولو او مخنیوي لپاره فعاله ونډه واخلي.
د اسلامي امارت ویاند د دې مرکې په یوه بله برخه کې په ډاګه کړې، چې افغان امنیتي ځواکونو افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې عملیات کړي او په خبره یې، دا ډله په بشپړ ډول ځپل شوې او نور په افغانستان کې ښکاره حضور او پټنځایونه نه لري.
ذبیحالله زیاته کړې، چې د داعش ځینې غړي له پاکستانه افغانستان ته د ترهګریزو بریدونو لپاره لېږدول شوي دي. هغه یو ځل بیا ډاډ څرګند کړی، چې اسلاميا مارت د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون هېڅ وسلهوالې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.
د اسلامي امارت ویاند داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د پاکستاني پوځ له هوایي بریدونو وروسته، د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتیاوې، نوي پړاو ته د ننه شوې.
پر ننګرهار او پکتیکا د پاکستاني پوځ په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته او یوازې د ننګرها په بهسود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي قرباني او پنځه نور ټپیان شول.
