اسلام‌آباد ته د کابل او ډیلي ځواب؛ خپلې امنیتي ناکامۍ د نورو په ملامتۍ مه پټوئ

اسلام‌آباد کې د شعیه‌ګانو په جومات کې د تېرې ورځې له برید وروسته، پاکستاني چارواکي اسلامي امارت او هند په دې برید کې پر لاس لرلو تورن کړل. خو د اسلامي امارت د دفاع وزارت دا تورونه بې‌بنسټه او عجولانه بللي او ټینګار یې کړی چې پاکستان نه شي کولای د دا ډول ادعاوو په مطرح کولو سره خپلې امنیتي نیمګړتیاوې پټې کړي.

بل‌خوا، د هند بهرنیو چارو وزارت هم دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان باید د نورو د تورنولو پر ځای خپلو کورنیو او ټولنیزو ستونزو ته پاملرنه وکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د خواشینۍ وړ ده چې پاکستان د خپلو کورنیو او ټولنیزو ستونزو د جدي حل پر ځای، نور هېوادونه ملامتوي. هند پر ځان لګېدلي هر ډول تورونه ردوي او ټینګار کوي چې دا تورونه هم بې‌اساسه او هم بې‌مانا دي.»

د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي د پاکستاني چارواکو د دې ادعا په غبرګون کې وایي: «یو ځل بیا یادونه کوو چې دغه څرګندونې او پر افغانستان یې تور پورې کول هېڅ ډول منطق او بنیاد نه لري او په داسې عجولانه اظهاراتو سره نه په امنیتي ناکامي پرده اچولای شي او نه ستونزې حلولای شي. د افغانستان حکومت اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هیڅکله د بې‌ګناه انسانانو وژل او زورول د سیاسي موخو لپاره جایز نه بولي او نه هم د دا ډول ناروا کړنو تر سره کوونکو ملاتړ کوي.»

اسلام‌آباد کې د جمعې ورځې ځانمرګی برید د یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو له لوري په کلکه وغندل شو. افغانستان، ایران، هند، قطر، امریکا، بریټانیا، روسیې، سعودي عربستان، ترکیې، اسټرالیا، جرمني او چین په جلا جلا اعلامیو کې دا برید ترهګریز، وحشیانه او د نه منلو وړ بللی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم ټینګار ویلي، چې پر لمونځ کوونکو او دیني مرکزونو برید د انساني اصولو ښکاره نقض دی.
انتونیو ګوترش د دې پېښې په غبرګون کې ویلي: «د ملګرو ملتونو سرمنشي د پاکستان په اسلام‌اباد کې پر لمونځ کوونکو برید په کلکو ټکو غندي. پر ملکي وګړو او عبتادت‌ځایونو بریدونه د نه منلو وړ دي او د دې برید عاملین باید وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.»

مطالب بیشتر:  آیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ مذاکرات به اړیکې ښې کړي؟

اروپايي ټولنې هم هم په یوه خبرپاڼه کې پر ملکي وګړو او مذهبي ځایونو برید په کلکه غندلی دی. د اروپايي ټولنې د اعلامیې په یوه برخه: کې راغلي: «اروپایي ټولنه په اسلام‌اباد کې د چاودنې له امله خواشیني څرګندوي او له ترهګرۍ، تاوتریخوالي او افراطیت سره تړلي اعمال په کلکه غندي.»

د چارو شنونکي هم په دې باور دي چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پرله‌پسې تورونه، د هغه هېواد د کورنیو ستونزو د مدیریت لپاره یوه وسیله ده.

د سیاسي چارو شنونکی روح‌الله هوتک بیا په دې اړه وایي: «دا دښمني له دواړو لورو روانه ده، خو پاکستان دا چاره لا سیستماتیکه کړې، ځکه چې له کورنیو ستونزو سره مخ دی. پاکستان د واک د ټینګښت، د کورنیو ناکامیو د مدیریت، د سیاسي ملاتړ ترلاسه کولو او د نړیوال اعتبار د ساتلو لپاره له دې لارې کار اخلي.»

د ویلو ده، چې پرون د پاکستان پلازمېنه اسلام‌آباد یو ځل بیا د شیعه‌ګانو پر یوه جومات د ځانمرګي برید شاهد و، چې له امله یې تر ۳۰ ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۷۰ نور ټپیان شول. داعش ډلې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې برید مسوولیت منلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *