اسلام‌آباد ته د فضل‌الرحمان پېغور؛ څنګه یو انار نشي را تېرېدی، خو ترهګر را اوړي؟

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن، د دغه هېواد د حکومت پر سیاستونو تونده نیوکه کړې او ویلي یې دي، دا چې له افغانستان پاکستان ته یو انار هم نشي دننه کېدای، نو حکومت څنګه ادعا کوي چې «ترهګر» له فرضي کرښې هاخوا پاکستان ته داخلیږي؟ نوموړي زیاته کړې، که چېرې دا کسان له افغانستانه را اوړي، نو ولې یې مخه نه نیول کېږي؟

فضل‌الرحمن د پاکستان امنیتي وضعیت بحراني بللی او زیاته کړې یې ده چې د هېواد په کورني سیاست کې پر حکومت هېڅوک باور نه شي کولای. د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په دې اړه زیاته کړې: «که وایاست چې ترهګر له افغانستانه راځي، نو مخه یې ونیسئ، ویې وژنئ؛ هغوی خو پر تاسو هېڅ شکایت هم نه دی کړی. دا څومره عجیبه ده چې له افغانستانه یو دانه انار هم پاکستان ته نه شي داخلېدای، خو ترهګر داخلیږي. یو جنرال وايي باید خبرې وشي، بل جنرال وايي باید جګړه وشي. اصلاً حکومت نشته، پرېکړې جنرالان کوي.»

په ورته وخت کې، د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري یو ځل بیا د دې ادعا په تکرار سره ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه د نړیوالې سولې لپاره جدي ګواښ دی. هغه زیاته کړې چې پاکستان د ترهګرۍ او د تاوتریخوالي د ایډیالوژیو پر وړاندې د مقابلې لپاره ټینګ هوډ لري، خو دا ګواښ په یوازې ځان نه شي مهارولی.

زرداري یو ځل بیا پر هند تور پورې کړې او ویلي یې دي چې هند د اسلامي امارت په ملاتړ سره د پاکستان، سیمې او نړۍ سوله له ګواښ سره مخ کوي؛ هغه ادعا چې تل د اسلامي امارت له‌خوا رد شوې ده.

مطالب بیشتر:  حامد کرزي د آلمان په مونیخ ښار کې د یوه افغان له لوري برید وغانده

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري زیاته کړې: «ترهګري یوازې او یوازې د یوه هېواد له‌خوا نه شي مهار کېدای. ځینې ګاونډي هېوادونه د پاکستان پر ضد د دغو ډلو د فعالیت زمینه برابروي او شریک جرم ګرځي، او ځینې نور بیا هغوی ته مالي، تخنیکي او پوځي ملاتړ برابروي.»

خو له دې سره سره، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د پاکستان د کورني امنیت د تأمین په برخه کې د ناکامو سیاستونو له امله دا نظر لري چې وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د سیاسي چارو کارپوه سید محسن حسیني په دې اړه زیاتوي: «پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو له امله د خپل هېواد په داخلي امنیت کې پاتې راغلی، او د پاکستان خلک له دغو سیاستونو ناخوښ دي.»

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د امنیتي بې‌ثباتۍ په لړ کې، په وروستي برید کې پر یوې شیعه جومات له ۳۰ څخه زیات کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۷۰ نور ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *