آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د ترکیې په استانبول کې د مذاکراتو درېیم پړاو په لومړۍ ورځ چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې، پاکستاني لوري د اوربند هوکړې په نقضولو سره، یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ بریدونه وکړل. د سیمهییزې سرچینې په خبره، د پاکستاني لوري په دې بریدونو کې ۶ کسانو ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي، چې زیاتره قربانیان مېرمنې دي.
اسلامي امارت د پاکستاني لوري د دې کړنې په غبرګون کې اعلان وکړ، چې د مذاکراتو بهیر ته د درناوي او د ملکي تلفاتو مخنیوي په پار یې، دغو بریدونو ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه په یوه پیغام کې د پاکستاني لوري د بریدونو غبرګون کې ویلي: «په داسې حال کې چې د پاکستاني اړخ سره په استانبول ښار کې د مذاکراتو دریم پړاو پيل شوی، متأسفانه نن مازیګر یوځل بیا په سپين بولدک باندې د پاکستاني ځواکونو لخوا ډزې پيل شوې او ولسونو ته یې تشویشونه پیداکړل، د اسلامي امارت ځواکونو د مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پاکستاني لوري دا اقدام د اوربند ښکاره نقض بللی. همداراز پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف هم ټینګار کړی، چې استانبول کې د مذاکراتو له پیلېدو سره هممهاله دا بریدونه د دې ښکارندویي کوي، چې پاکستاني لوری پر خپلو ژمنو ولاړ نه دی.
په ورته وخت کې یوه سرچینه وایي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د پیل شویو مذاکراتو په لومړۍ ورځ، منځګړو هېوادونو ترکیې او قطر له افغان او پاکستاني پلاوو غوښتي، چې خپلې غوښتنې او دریځونه په لیکلي بڼه دوی ته وسپاري، څو د اختلافي ټکو د پرتلې او پېژندنې زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو پرون (پنجشنبه، لړم ۱۵مه) د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوې او نن یې دویمه ورځ ده. دا ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ناحل شویو مسایلو او د تېرو هوکړو د جزیاتو ارزونې په موخه جوړه شوې، خو تر اوسه د مذاکراتو له بهیر جزیات نه دي خپاره شوي.
