آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو نن پنجشنبه په استانبول کې پیل شو.
سرچینې وایي، دا غونډه د مخکنیو هوکړو د پلي کېدو د جزیاتو ارزونې او دواړو هېوادونو ترمنځ د نا حل شویو مسایلو په تړاو خبرو اترو په موخه جوړه شوې.
په ورته مهال باخبره سرچینې وایي، د کابل او اسلام آباد ترمنځ د استانبول د خبرو اترو په دریم پړاو کې د اسلامي امارت پلاوي د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق په مشرۍ ګډون کړی.
د یاد پلاوي په ترکیب کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین، د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي او د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي حضور لري.
سرچینې دغه راز وایي چې د لوړپوړو نظامي او اطلاعاتي استازو په ګډون پاکستانی پلاوی هم استانبول ته تللی دی.
که څه هم د پلاوي بشپړ ترکیب یې نه دی اعلان شوی، خو مشري یې د پاکستان د استخباراتو رییس عاصم ملک پر غاړه لري.
دغه راز ځینې سرچینې وايي چې د خبرو اترو په دویم پړاو کې، د پاکستاني پلاوي مشري د پاکستان په استخباراتو کې د افغانستان د برخې د مسوول شهاب الدین ایوبي پر غاړه وه.
د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري په دې اړه وايي: « دا حقیقت چې دواړو خواوو په ترکیه کې د خبرو اترو دریم پړاو ته لوړ پوړي چارواکي لیږلي، په دې خبرو اترو کې د دواړو خواوو جديت ښیي. دوی غواړي د خبرو اترو له لارې یوې مشخصې هوکړې ته ورسیږي.
دا یوه مثبته او هیله بښونکې نښه ده، ځکه چې د دواړو هیوادونو امنیتي او استخباراتي چارواکي اوس له یو بل سره مستقیمې خبرې کوي او د مسوولیت احساس زیاتوي.
زه باور لرم چې د خبرو اترو په دې پړاو کې یوې هوکړې ته د رسیدو امکان شتون لري، ځکه چې د دې جګړې او کړکیچونو دوام د دواړو خواوو په ګټه نه دی.»
دغه راز، شنونکي وایي د اسلامي امارت او پاکستان د خبرو اترو دریم پړاو له دویم پړاو سره توپیر لري او دا ځل د دواړو هېوادونو پلاوي د استخباراتو د رییسانو په مشرۍ خبرې اترې کوي او دا په خبرو اترو او پریکړه کې د لا زیات واک څرګندونه کوي.
د نړیوالو چارو شنونکی عمر صمد داسې وایي: « د خبرو اترو دا پړاو، چې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو استخباراتي او امنیتي چارواکو په مشرۍ ترسره کېږي، ښيي چې خبرې اترې نه یوازې تخنیکي او ډیپلوماتیکې دي، بلکې امنیتي او استخباراتي اړخونه هم لري.
زما په نظر، د دې غونډې یو له اصلي اهدافو څخه دا دی چې دواړه خواوې د باور وړ اسناد او شواهد په خپل واک سره تبادله کړي ترڅو معلومه کړي چې څومره تورونه ریښتیا دي.
د دې شواهدو له بیاکتنې وروسته، که اسناد د دواړو خواوو ستونزې په ګوته کړي، که هغه له افغانستانه وي یا له پاکستانه، نو د دواړو خواوو لپاره اړینه ده چې د حل لارو او د دې ننګونو د لرې کولو څرنګوالي په اړه جدي بحثونه وکړي.»
په استانبول ک د افغانستان او پاکستان د پلاویو ترمنځ د خبرو اترو د دریم پړاو په درشل کې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له جیو نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چې د خبرو اترو د بې پایلې کېدو په صورت کې ښایي وضعیت بحراني شي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وايي: « که چیرې له افغانستان سره زموږ خبرې ناکامه شي، نو وضعیت به بحراني شي. که چیرې زموږ پر خاوره د افغانستان له خاورې یرغل دوام ومومي، نو موږ به هم هغه ډول چلند وکړو لکه څنګه چې له موږ سره کیږي. »
د یادونې ده چې د کابل او اسلام آباد ترمنخ د خبرو اترو دویم پړاو تیره اوونۍ د ترکیې په منځګړیتوب سره پای ته ورسید، خو د پام وړ پایله ترلاسه نشوه.
