استانبول کې د مذاکراتو پای؛ د اوربند پر غځېدو او د مذاکراتو پر دوام هوکړه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: اسلامي امارت وايي، په استانبول کې افغانستان او پاکستاني پلاوو ترمنځ شپږ ورځنۍ خبرې اترې پای ته رسیدلې او دواړو لورو د اوربند په غځیدلو او مذاکراتو پر دوام خبرې کړي دي.

د اسلامي امارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د خپل دایمی اصولي دريځ په رڼا کې، چې د ډيپلوماسۍ او تفاهم له لارې د ستونزو حل غواړی، پاکستاني لوري سره د ترکيې او قطر د وروڼو دولتونو په غوښتنه او منځگړيتوب په استانبول کې څو ورځې خبرې وکړې چې نن پای ته ورسېدې. د افغانستان اسلامي امارت له پيله په ډيپلوماسۍ او تفاهم باور درلود، نو ځکه یې په رښتينولۍ او جدیت سره د مذاکراتو بهیر د یوه جامع او مسلکي ټيم په ټاکلو سره پيل او تر دې ځایه په پوره همکارۍ او زغم تعقیب کړ. د افغانستان اسلامي امارت له خپلو نورو گاونډيو هیوادونو سره د ښو اړيکو په څېر،له پاکستان سره هم مثبتې اړيکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د گواښ نه رامنځ ته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی. د استانبول مذاکرات چې پيچلې پروسه یې درلوده د دې خبرو په تایید پای ته ورسیدل چې بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسائل به تر غور او بحث لاندې نیسي.»

له دې سره هم‌مهاله، د ترکې بهرنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا ومنله، چې داوړه لورو په استانبول کې د اوربند پر غځېدو، د نومبر په شپږمه په لوړه کچه د ناستې جوړول او د هوکړې په ریښتنی ډول پلي کېدو څارنې لپاره د یوه میکانیزم په رامنځته کیدو هوکړې ته رسیدلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

  • د اوربند د دوام لپاره د اړخونو هوکړه
  • د هوکړې د پلي کېدو د څېړنې لپاره په لوړه کچه د غونډې جوړېدل – د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۶ نېټه – استانبول
  • د څارنې او تصدیق میکانیزم جوړول، چې له اوربند د سرغړونې په صورت کې باید جزا تضمین شي
  • د اړخونو له همکارۍ د ترکیې او قطر مننه او د منځګړیتوب د دوام لپاره یې چمتووالی

قطر هم په یوه جلا اعلامیه کې د ترکیې د کوربه توب له ستاینې سره ټینګار کړی، چې د اکتوبر له ۲۵‌مې تر ۳۰‌مې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ناستې د اوربند د ټینګښت په موخه په استانبول کې ترسره شوې وې.

د نړۍوالو چارو شنوکی  بلال فاطمي آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «خبرې باید د ښه نیت پر اساس وي او تر هغې چې د واقعی ښه نیت اراده او پرېکړه شتون ونه لري، هېڅ مذاکرات  نه بشپړیږي، پاکستان دا خبرې اترې د ریښتوني مصالحې لپاره نه وې کړې، بلکې غوښتل یې چې په نړيواله کچه دا پېغام ورکړي، چې افغانستان د ترهګرۍ ملاتړی دی او ترهګریز مراکز لري، او په دې توګه پاکستان وکولای شي ځینې امتیازات ترلاسه کړي.»

له دې سره هم‌مهاله د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي مرستیال ذاکر جلالي په ایکس کې کښلي، چې په استانبول کې مذاکرات کولای شي د کابل او اسلام‌آباد تر منځ راتلونکې اړیکې تعیین کړي. او خبردارۍ یې ورکړ، چې له واقعیته لرې تمې یواځي خبرې اترې اوږدوي او لاسته راوړنې زیانمنوي.

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د استانبول د خبرو اترو پایله به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو راتلونکی جوړوي. اړخونه باید په رښتینولۍ، عملي چلند او حکمت سره خبرو ته دننه شي. غیر واقعی توقعات هیڅ چا ته ګټه نه رسوي او یوازې د بهیر د اوږدوالی او پرمختګ د کمزورتیا خطر رمنځته کوي».

د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد بیا په دې اړه داسې لیدلوري لري: «پریکړه شوې ده چې اوربند د یوې بلې اوونۍ لپاره دوام وکړي او وروسته، د افغانستان او پاکستان تر منځ راتلونکی دور مذاکرات پیل شي. خوشحالونکي خبره دا ده چې ترکیه او قطر خپل منځګړیتوب ته دوام ورکوي او دواړه هیوادونه ډير اعتبار او باور لري. مهم ټکی یې دا دی، چې په راتلونکي دور کې څنګه یو میکانیزم رامنځته شي او د کوم ډول ترتیباتو په اړه هوکړه وشي، چې تاوتریخوالی هم کم شي او ګواښونه او کړکېچونه کنټرول شي.»

په استانبول کې خبرې اترې د کابل او اسلام‌آباد تر منځ د کړکیچنو اړیکو د ښه کولو وروستۍ هڅه ده؛ هغه اړیکي چې په وروستیو میاشتو کې د ډيورنډ فرضي په اوږدو کې د جګړې له امله غیزمنې شوی دي. شنوني د اوربند غځیدنه د لورو ژمنتیا او د منځګړیو پورې تړلې ګڼي او ټینګار کوي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو ټيکاو د سیمې د امنیت لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *