آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان د چورلکو د بیرته راګرځولو لپاره له ازبیکستانه له غوښتنو سره هم مهاله ، ځینې شنونکي یو ځل بیا ټینګار کوي چې دا تجهیزات باید اسلامي امارت ته وسپارل شي. د دوی په اند دا چورلکې د افغانانو ملکیت دی او هېواد ته بیرته راګرځول یې کولی شي د امنیتي وړتیاوو د پیاوړتیا په برخه کې یو مثبت ګام وي، ځکه افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دغو تجهیزاتو ته جدي اړتیا لري.
د سیاسي چارو شنونکی یاسین حبیب آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «زموږ ملت شدیداً مجهزو ځمکنیو او هوایي ځواکونو ته اړتیا لري. په دې توګه هېواد ته د دغو چورلکو بېرته را ګرځېدل یو غوره، پر ځای او عادلانه ګام دی.»
په ورته مهال، د ټولنیزو رسنیو ځینې کارونکو ادعا کړې چې د پخواني حکومت د پرځېدو پر مهال ازبیکستان ته د افغان امنیتي ځواکونو لیږدول شوې چورلکې باید ژر تر ژره بیرته افغانستان ته راوګرځول شي، د دوی په وینا د یادو چورلکو شمېر ۵۷ ته رسیږي.
که څه هم اسلامي امارت او بل هیڅ رسمي بنسټ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې په ځلونو له ازبیکستان او تاجیکستانه غوښتي وو چې د افغانستان چورلکې بیرته افغانستان ته راوګرځوي.
د نظامي چارو شنونکی کامران امان بیا د دې چورلکو په اړه زیاتوي: «که دا کار په لومړي ګام کې ونشي او موږ ته تسلیم نه کړل شي، موږ هم کولی شو د هغوی پر وړاندې غبرګون وښیو. خو واقعیت دا دی، چې دا یوه سیمهییز اړتیا ده، په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو ترمنځ باید همکارۍ رامنځته شي؛ اقتصادي، فرهنګي او ښوونیزو او همداراز امنیتي همکاریو ته باید پام زیات شي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی بیا په دې اړه وایي: «زموږ د ملت غوښتنه دا ده، چې ازبیکستان او تاجیکستان باید زموږ چورلکې او وسایط بېرته راکړي، څو وکولی شو د امنیت ټینګښت او طبیعي پېښو په مدیریت کې ترې ګټه واخلو. تمه ده دا هېوادونه زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب راکړي او زموږ ملي ملکیتونه بېرته موږ ته را وګرځوي.»
د ویلو ده چې د امریکا د جنګ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د پخواني نظام تر پرځېدو وروسته لسګونه باله الوتکې او چورلکې ازبیکستان او تاجیکستان ته ولیږدول شوې.
