آفاق خبري آژانس؛ کابل: بهرنیو چارو وزارت کې یوه سرچینه آفاق خبري آژانس ته تاییدوي، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت یو پلاوی سویس ته تللی او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او یو شمېر بنسټونو له مسوولینو سره یې لیده کاته کړي دي. د سرچینې په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو مسایلو، په ځانګړي ډول هلته د مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو په اړه خبرې کړې دي. سرچینه زیاتوی، چې د خبرو اترو بهیر به تر هغو دوام ولري، څو چې هلته مېشتو افغانانو لپاره قونسلي خدمتونه نه وي پیل شوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دې پلاوي د لیدنې ارزښت په اړه وایي: «همکارۍ پیل شوې او په تدریجي توګه باور رامنځته کېدونکی دی. تمه ده دا بهیر د دې لامل شي، چې په اروپایي هېوادونو کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر رامنځته شي او بهرني لوري هم افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته لېوالتیا وښیي.»
تر دې وړاندې ځینو سویسي رسنیو هم راپور ورکړی و، چې د اسلامي امارت څلور ډیپلوماټان څو ورځې وړاندې جینوا ته رسېدلي، څو له هغه هېواده د ایستل کېدونکو افغانانو په بهیر کې همکاري وکړي. سویسي رسنیو د یادو ډيپلوماټانو د ورتګ کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.
د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي د ډیپلوماټیکو تعاملاتو پراختیا او همداراز په اروپا کې د مېشتو افغانانو اړتیاوو ته د رسېدو په پار مهم ګام بولي. د دوی په باور، په سویس کې د قونسلي خدمتونو په پیلېدو سره به، هلته د مېشتو افغانانو لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته او په خبره یې، دا په بهرني سیاست کې د اسلامي امارت د تدریجي پرمختګ مهمه نښه ده.
د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال اروپایي هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکو ارزښت په اړه وایي: «افغانستان د نړۍوالې ټولنې همکارۍ او اړیکو ته اړتیا لري. که د اسلامي امارت سیاسي دفتر په اروپا کې جوړ شي، کولی شي د افغانستان ګټو ساتنې ترڅنګ، له یادو هېوادونو سره اغېزمنې او متقابلې اړیکې جوړولی شي او دا چاره کولی شي د همکاریو پیاوړتیا او سیاسي او اقتصادي فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د ډیپلوماټیکو اړیکو پر بنسټ، هر څومره چې د هېوادونو د پلاوو ترمنځ تګ راتګ او تعامل زیات وي، په همغه کچه ستونزو ته د رسېدو زمینه برابرېږي؛ هغه که د کډوالو ستونزې وي او یا هم د هېوادونو اړوند ستونزې.»
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د تېرو څلورو کلونو پر مهال هڅه کړې، د خبرو اترو او سفرونو له لارې له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې رسمي او پراخې کړي. د چارو شنونکي باور لري، چې سویس ته د اسلامي امارت د ډیپلوماټانو ورتګ، د دې ښکارندویي کوي، چې د اسلامي امارت قونسلي او سیاسي تعاملات په نړۍواله کچه د پراخېدو په حال کې دي.