آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان پلازمېنه باکو کې د ایکو سازمان غونډې په څنډو کې د یاد هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره کتلي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا، افغانستان کې د انرژۍ او بنسټیزو پروژو په برخه کې پانګونې، د لاجورد دهلېز فعالولو او درېاړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې لیدنه کې له اذربایجاني لوري غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پراختیا په موخه دې، باکو کې د افغانستان ډیپلوماټيک حضور پیاوړی او اذربایجان دې په رسمي توګه د اسلامي امارت سفیر ومني. د ښاغلي فطرت په خبره، په دې لیدنه کې د اذربایجان لومړي وزیر ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې افغان سوداګرو ته د وېزو ورکړې، تحصیلي بورسونو او دغه هېواد کې د افغان زندانیانو قضیو ته د رسېدنې په برخه کې همکاري وکړي.
حمدالله فطرت په دې لیدنه کې د شویو خبرو په اړه زیاته کړې: «د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د اذربایجان هېواد له چارواکو سره لیدنه کې د سیاسي اړیکو پراختیا په موخه، باکو کې د افغانستان ډیپلوماټیک حضور کچې لوړېدو او همداراز یاد هېواد کې په رسمي توګه د افغانستان سفیر د منل کېدو غوښتنه کړې ده.»
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز د آذربایجان له چارواکو غوښتی، څو د تېلو او ګاز استخراج او پروسس، د رېلپټلۍ شبکو پراختیا، لمریزې او بادي برېښنا تولید، د کرنې میکانیزه کولو، اوبو مدیریت او یو شمېر نورو برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي. ملا عبدالغني برادر په دې لیدنه کې د سیمهییز اتصال لپاره د لارجورد دهلېز پر فعالېدو ټینګار کړی او اذربایجاني لوري په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې اړه زیاتوي: «د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له اذربایجان غوښتي، څو د نفت او ګازو د استخراج او پروسس په برخه کې د اذربایجان تجربې ته په کتو موږ غواړو چې تاسې په دې برخه کې خپلې تجربې او همکارۍ له افغانستان سره شریکې کړئ. د شنې انرژۍ په برخه کې هم اذربایجان ښه تجربه لري، موږ غواړو چې تاسې له افغانستان سره د لمریزې او بادي برېښنا په برخه کې خپلې تجربې شریکې او په دې برخه کې پانګونه وکړئ. سربېره پر دې د زراعت میکانیزه کولو، اوبو مدیریت، د اسان خدمت پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او د مسلکي زده کړو په برخه کې ستاسې د همکاریو او تجربو شریکولو غوښتنه کوو.»
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد نعیم چې په دې سفر کې د ملا برادر ملتیا کوي، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال النور محمدوف سره په جلا ناسته کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
په همدې حال، داقتصادي چارو شنونکي د ایکو سازمان په څېر ناستو کې د اسلامي امارت د پلاوي حضور او همداراز اذربایجان سره د اړیکو پراختیا په پار داسې لیدلوری لري. د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا اذربایجان ته د اسلامي امارت پلاوي د سفر په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایی: «سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره ستراتیژیکې، اقتصادي او سیاسي اړیکې د افغانستان د سوداګرۍ د پراخېدو له مهمو عواملو څخه دي. آذربایجان چې له افغانستان سره ښه اړیکې لري، یوه ارزښتناکه موقع بلل کېږي. که دا اړیکې پیاوړې شي، افغانستان کولای شي له آذربایجان څخه اروپا ته د سوداګرۍ لاره پیدا او خپلې ستراتیژیکې موخې تعقیب کړي.»
د اقتصادي چارو بل شنونکی احمد فردوس بهګزین بیا د دې سفر په اړه داسې لیدلوری لري: «آذربایجان یو له هغو مخ پر ودې هېوادونو دی، چې افغانستان سره ښې او دوستانه اړیکې لري. په دې وروستیو کې د اسلامي امارت او آذربایجاني چارواکو ترمنځ لیدنې شوې چې د اړیکو د دوام او پیاوړتیا څرګندونه کوي. دا لیدنې ښيي چې موږ دغه هېواد سره ښې دوه اړخیزې اړیکې لرو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوی، د روان لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۰مه نېټه د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۷مه غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی دی.