د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، د ایران راډیو له پښتو څانګې سره مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې که د ایران او امریکا ترمنځ جګړه پیل شي، اسلامي امارت به د کوم لوري پلوي کوي؟ وویل چې د جګړې پیل په صورت کې افغانان چمتو دي د خپل وس او توان په اندازه د ایران له ملت سره همکاري او همدردي وکړي.
ذبیحالله مجاهد په دې مرکه کې زیاته کړې: «که په موږ باندې هر غږ کېږي، افغانان دې ته آماده دي، چې د جګړې د ستونزو په برخه کې د ایراني ملت سره همدردي ولري او خپله همکاري ولري، هغه څه چې زموږ تر وس او توانه وي، خو امیدوار یو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جنګ ونشي.»
مجاهد په دې مرکه کې د ایران او امریکا ترمنځ تېرې جګړې ته په اشارې ویلي، چې د هغې جګړې پر مهال ایران ګټونکی شو او په خبره یې، که دا ځل هم ورته اقدام کېږي، نو بریا به د ایران وي؛ ځکه یاد هېواد له خپل ځان د دفاع وړتیا لري.
د اسلامي امارت ویاند د خپلو خبرو په دوام ویلي: «اول خو موږ د دې طرفدار نه یو چې جګړه وشي، که ستاسو په یاد وي، تېر ځل هم چې د ایران پر اسلامي جمهوریت کوم برید وشو، پایله دا وه، چې ایران وړونکی او ګټونکی و او زه فکر کوم دا ځل به هم همداسې کېږي، ځکه ایران وړتیا لري، په حقه ده او له خپل ځان د دفاع حق لري.»
په ورته وخت کې، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې دا ډول دریځونه، د بهرنیو بریدونو پر وړاندې د سیمې هېوادونو د پیوستون او یووالی ښکارندویي کوي.
د اسلامی امارت ویاند داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تازه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ویلي، چې تهران خپلو ګاونډیو، په ځانګړي ډول افغانستان ته د ورور او دوست هېواد په سترګه ګوري.
پزشکیان په یوه غونډه کې زیاته کړې چې ایران به د ورورګلوۍ اړیکې پیاوړې کړي او په خبره یې، کومې لارې چې دا هېوادونه سره نښلوي، هغه د سولې، پرمختګ او علم لارې دي.