آفاق خبري آژانس؛ کابل: نوي ډیلي ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر د زمینې برابرولو لپاره د هند د هڅو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال په یوه خبري ناسته کې دغه موضوع په غیر رسمي ډول تایید کړه. ښاغلي جیسوال له افغانانو سره د خپل هېواد پر اوږدو او ټینګو اړیکو په ټینګار سره زیاته کړه چې له افغان چارواکو سره همکارۍ او اړیکې لا هم دوام لري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جیسوال په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، هند له افغانانو سره اوږدې او ټینګې اړیکې لري، موږ لا هم د افغانانو له پراختیايي موخو او اړتیاوو ملاتړ کوو، موږ له افغان چارواکو سره په اړیکه کې یوو، که په دې اړه نویو معلوماتو ته اړتیا وي موږ به یې له تاسو سره شریک کړو. »
د نړیوالو اړیکو شنونکي په دې باور دي چې د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له لوري د امیر خان متقي د سفر د معافیت ردیدل مخکې له دې چې دوه اړخیزې اړیکې خړې پړې شي په نړیواله کچه د حقوقي او دیپلوماتیکو پیچلتیاوو څرګندونه کوي. د دوی په وینا، هند له شته محدودیتونو سره سره هڅه کوي له اسلامي امارت سره تعاملات وساتي او په ورته مهال نړیوال ملاحظات هم په پام کې ونیسي.
پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې داسې لیدلوری لري: «په عمومي توګه د هېوادونو ترمنځ اړیکې د ملي ګټو پر بنسټ تنظیمېږي. هر کله چې ګډې ګټې رامنځته شي، دوستانه اړیکې هم پیاوړې کېږي او له دې پرته، اړیکې سړې او ان تر دې چې خصمانه کېږي. په سیاست کې دوستي او دښمني تل د ګډو تابع وي. هند افغانستان سره تاریخي اړیکه لري، همداراز د افغانستان موقعیت د هند لپاره مرکزي آسیا ته د لاسرسي په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.»
د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم بیا د کابل او نوي ډیلي ترمنځ اړیکو ته په اشارې وایي: «نوي ډیلي ته د امیر خان متقي د سفر لغوه کېدل، په هند پورې اړه نه لري؛ ځکه د امریکا فشارونو له مخې، امنیت شورا هغه ته د سفر معافیت ورنه کړل، خو د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي، دا بهیر تر ډېره د دواړو لوریو په ګټه دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې، هندي رسنیو راپور ورکړی وو چې د هند دولت هڅو کوي نوي ډیلي ته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سفر ممکن کړي، له همدې امله نوي ډلي د ملګروملتونو له امنیت شورا څخه د ښاغلي متقي د سفر د معافیت غوښتنه کړې وه خو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې دا معافیت رد کړ.
