آفاق خبري آژانس؛ کابل: یوه ډیپلوماټیکه سرچینه آفاق خبري آژانس ته تاییدوي، چې تمه ده کابل د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او چین درېاړخیزې غونډې کوربه وي. په ورته وخت کې، ځینو پاکستاني رسنیو هم راپور ورکړی، چې د دې ناستې د خبرو اصلي محور د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د یو کمربند یوې لارې طرحې په چوکاټ کې د چین – پاکستان دهلېز شامل دي.
له دې سره هممهاله، یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د دا ډول ناستو جوړېدل د افغانستان او سیمې په ګټه دي. د دوی په خبره، چین او پاکستان په سیمه کې د دوو اغېزناکو هېوادونو په توګه کولی شي د اقتصادي همکاریو، بنسټیزو پروژو او همداراز ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی د دې غونډې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «غوره به وي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه او نړۍوالې ټولنې په همکارۍ مبارزه وشي. د افغانستان، چین او پاکستان درېاړخیز دهلېز یوازې په هغه صورت کې د افغانستان لپاره ګټور دی، چې په سیمه کې د نویو رقابتونو لامل نشي، ځګه هند له دغه دهلېز سره خپلې ګټې په خطر کې بولي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی خلیل احمد نادم بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ درېاړخیزه غونډه چې تمه ته جوړه شي، په طبیعي توګه د افغانستان په ګټه ده. بلخوا چین د ایغور مسلمانانو او ځینو امنیتي مسایلو په اړه، چې ښایي د افغانستان له لارې اروپا ته ولېږدول شي، اندېښنه لري. په دې توګه د لارو پراختیا او واخان سړک د چین په ګټه دي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا بیا د یو کمربند او یوې لارې ارزښت په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «لکه څنګه چې افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او موږ اوبو ته لاسرسی نه لرو، د یوې لارې یو کمربند په څېر سترو پروژو سره یو ځای کېدل د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا او اقتصادي ودې لپاره یو غوره فرصت دی. موږ لا هم معیاري سړکونه او زېربناوې نه لرو او د لېږد رالېږد په برخه کې د منظم سیستم نشتون، زموږ سوداګري له ستونزو سره مخ کړې ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او چین درېاړخیزه غونډه د بېجېنګ په کوربهتوب ترسره شوې وه او په هغه ناسته کې پر اوو مهمو او کلیدي مسایلو، لکه د سیاسي باور پیاوړتیا، د راتلونکو ناستو جوړېدو، د ډيپلوماټیکو اړیکو پراختیا، د یوه کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې عملي همکارۍ، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په سیمه کې د سولې او ثبات ساتلو په اړه بحث شوی و.