آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ نږدې څلور کاله تېرېږي او د دې څلورو کلونو په موده کې د ازبکستان او قطر لوړپوړو چارواکو کابل ته سفرونه کړي، خو تر اوسه د کوم هېواد ولسمشر افغانستان ته په رسمي سفر نه دی راغلی، تازه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مدیرانو سره ناسته کې ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا باید د تهران په بهرني سیاست کې لومړیتوب ولري او ټینګار یې کړی، چې د دوه اړخیزو اړیکو د تازه فصل پرانیستو په موخه، چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي.
مسعود پزشکیان په دې ناسته کې زیاته کړې ده: «هڅه به وکړو، څو د همغه لومړیتوب پر بنسټ، چې له اوله مو درلود، له خپلو ګاونډیو سره اړیکې صمیمي، ژورې او ښې کړو. په بل پړاو کې، له هغو هېوادونو سره چې مناسبې اړیکې لرو، د اړیکې به لا پیاوړې، همغږۍ او پراخې کړو. د همکاریو په دې همغږۍ کې روسیه، چین او نور هېوادونه او سازمانونه لکه بریکس، شانګهای او اوراسیا شامل دي. دا هغه ځایونه دي، چې موږ کولی شو اړیکې سره سره ټینګې کړو.»
د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د ایران ولسمشر احتمالي سفر ښیي، چې تهران د بېباورۍ له فضا په تېرېدو، افغانستان سره په اقتصادي، انرژۍ اوبو او ټرانزیټ برخو کې عملي همکاریو ته چمتو دی. د دوی په وینا، دا سفر نه یوازې د سیمې د ثبات په ګټه دی، بلکې ایران ته دا فرصت ورکوي، چې یو ځل بیا د افغانستان په معادلو کې د یوه اغېزمن لوبغاړي په توګه خپل رول ولوبوي.
د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان افغانستان ته د ایران ولسمشر سفر په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا سفر له څو اړخونو ډېر مهم دی. لومړی دا چې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، دا به د یوه ګاونډي هیواد تر ټولو لوړپوړی چارواکی وي چې کابل ته سفر کوي. د ایران لپاره د اوبو موضوع یوه کلیدي مسئله ده. په سوریه کې تر وروستیو بدلونونو او همداراز له امریکا او اسراییلو سره له رامنځته شویو سیمهییزو ترینګلتیاوو وروسته، ایران نه غواړي په خپل ګاونډ کې داسې یو هېواد ولري، چې اړیکې یې ورسره کړکېچنې وي. بلخوا، د افغانستان لپاره د رسمیت پېژندنې موضوع خورا ارزښت لري، د دې احتمال شته چې دا سفر د دغو ټولو موضوعاتو د بحث زمینه برابره کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم بیا د پزشکیان د سفر په اړه داسې لیدلوری لري: «افغانستان د ایران ولسمشر ښاغلي پزشکیان سفر ځانګړی ارزښت لري، ځکه ایران د افغانستان یو له مهمو فرهنګي او سوداګریزو ګاونډیو دی. موږ ایران سره ژورې تاریخي او دیني اړیکې لري، ګډ فرهنګ لرو او افغانستان اړتیا لري، چې ایران سره نږدې او اغېزمنې اړیکې ټینګار کړي. د ایران له سمندري بندرونو افغانستان کولی شي، صادرات او واردات وکړي.»
ایران او افغانستان چې دوه همژبي، همفرهنګه او ګاونډي هېوادونه دي، ژورې تاریخي او تمدني اړیکې لري. افغانستان کې تر وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته، تهران له نوي حکومت سره د احتیاط پالیسي غوره کړه. اوس چې په افغانستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت ښه شوی، کابل ته د قطري او ازبکي چارواکو له وروستیو سفرونو وروسته، ایران هم اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې ده.