کابل ته د اسحاق‌دار سفر؛ د دې سفر موخه څه او پاکستان د څه په لټه کې دی؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌دار نن (پنجشنبه، وري ۲۸مه) ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به کابل ته په یوه ورځني سفر لاړ شي. اسحاق‌دار اسلام آباد کې له خپل هنګري سیال سیارتو سره په یوه خبري ناسته کې د امنیتي اندېښنو په ګدون، د افغانستان اړوند ځینو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

دغه پاکستاني لوړپوړي چارواکي ویلي: «موږ له افغانستان سره د تعامل په برخه کې ګام اوچتوو، لکه څنګه چې تاسو ته جوته ده، د افغانستان لپاره مو ځانګړی استازی ټاکلی، ښاغلی محمد صادق، زموږ پیاوړی سیاستوال او کابل کې زموږ پخوانی سفیر. په دې برخه کې مو لومړنۍ ناستې روانې دي او هیله من یم چې راتلونکو څو ورځو کې کابل ته لاړ شم، څو هغه بن‌بست مات کړم، چې د څو کلونو پر مهال رامنځته شوی دی. دا سفر به ژر ترسره شي.»

اوس پوښتنه دا ده، چې کابل ته د اسحاق‌دار سفر د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو د هواري په برخه کې څومره اغېزمن ثابتېدلای شي او آیا د دې امکان شته، چې دا سفر د کابل او اسلام آباد ترمنځ د امنیتي مسایلو حل او دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت واوسي؟

د نړۍوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال د دې پوښتنې په ځواب کې آفاق خبري آژانس ته وایي: «دا سفر هغه وخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هواري په برخه کې ګټور ثابتېدلای شي، چې پاکستان د افغانستان او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې پر خپلو ژمنو ودرېږي.»

پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج بیا د دې پوښتنې په ځواب کې داسې لیدلوری لري: «پاکستان په هېڅ صورت د افغانستان پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او هېڅکله پاکستانیان له خپلو ګټو نه دي تېر شوي او همداراز یې هېڅکله د دواړو هېوادونو او نړۍ ترمنځ اصول په پام کې نه دي نیولي، بناءْ دا سفر هم یو نمایشي سفر بللی شو.»

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د تګ خبره کوي، چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د کډوالو او سرحدي ستونزو پر سر، تر بل هر وخت ترینګلې دي.

دا چې دا سفر به تر کومه بریده د ترینګلتیاوو کابو کولو او دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن ثابت شي، د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد