آفاق خبري آژانس؛ کابل: افغانستان کې د داعش ډلې حضور په اړه د ځینو هېوادونو له ادعاوو وروسته، د دې ډلې د خراسان څانګې یو لوړپوړی غړی، د نامعلومو کسانو له لوري په پېښور کې ترور شوی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا کس کابل او څېرمه سیمو کې د سترو بریدونو د پلانولو مسوول و.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازي پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې: «د داعش خراسان څانګې یو مهم غړی، چې ویل کېږي کابل او شاوخوا سیمو د سترو ترهګریزو بریدونو د پلانولو مسوول و، د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا په پېښور ښار کې وژل شوی دی.»
د سیاسي چارو شنونکی میاګل وثیق آفاق خبري آژانس ته په دې اړه وایي: «د دې هېواد تاریخ څرګندوي چې د ترهګرو ډلو په جوړولو او ملاتړ کې او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د هغو په کارولو کې اوږده سابقه لري. دا کار یې تل کړی او اوس هماغه تېرې تګلارې او کړنې د ده پر خپله غاړه راګرځېدلې دي.»
د داعش ډلې دا غړی، چې نصرت نومېږي او په پهلوان موسی او ابوذر مشهور و، د دې ډلې د خراسان څانګې یو له مهمو څېرو بلل کېده. د راپورونو له مخې، هغه په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې په کابل او څېرمه ولایتونو کې د څو ترهګریزو بریدونو په پلانولو کې رول درلود. هغه په پاکستان کې د «پهلوان مرکز» په نامه د یوه مهم عملیاتي مرکز مسوولیت پر غاړه درلود او همداراز یې په ښاري او چریکي بریدونو کې زده کړې کړې وې او له هېواده د باندې یې د جذب شویو ځواکونو د روزنې مسوولیت هم پر غاړه درلود.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د خبرو د ناکامۍ له عواملو یوه هم همدا موضوع بلل کېږي، ځکه افغان لوري څو ځله ټینګار کړی چې وسلهوالې ډلې، په ځانګړي ډول د پاکستان طالبانو تحریک ډله، د پاکستان په خاوره کې فعالیت او پټنځایونه لري او مسؤلیت یې د پاکستان پر حکومت دی. د امریکا ډیپلوماټیک معلومات هم ښيي چې د دغو ډلو ځینې غړي په هغه هېواد کې پناه او ملاتړ ترلاسه کوي.»
پاکستان وخت ناوخته افغانستان کې د ترهګرو ډلو، له هغې جملې د داعش ډلې د حضور په اړه ادعاوې مطرح کړې دي؛ خو اسلامي امارت په ځلونو دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې داعش ډله افغانستان کې سازمان شوی حضور نه لري، بلکې اصلي مرکزونه یې د پاکستان په خاوره کې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې وړاندې آفاق خبري آژانس سره یوه مرکه کې ویلي وو: «په خپله خاوره کې د داعش له شتون سترګې پټوي، هغه ډله چې هم خپل عالمان او عام خلک وژني او هم د افغانستان خلک پرې ګواښي.»
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې تل پېچلې او له ترینګلتیاوو ډکې وې؛ خو په وروستیو کلونو کې ځینې مسایل، لکه د ترهګرو ډلو مسئله، پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت، د سوداګریزو لارو تړل او له مخالفو ډلو د ملاتړ په اړه متقابل تورونه، هغه څه دي چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې منفي اغیز کړی دی.
